بیت المقدس کې د یهودانو پر عبادتځي مرګونی برید؛ ۷ کسان پکې وژل شوي

د خپرېدو وخت

ختېځ بیت المقدس کې د یهودانو پر یوه عبادتځي (کنیسه) وسله وال برید کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوی او درې نور ټپیان دي.‌

د جمعې ماښام دا برید تېرو څو کلونو کې پر اسراییلو د خپلې بڼې تر ټولو خونړۍ برید بلل شوی.

پولیسو د ختیځ بیت المقدس د 'نېوې یاکوف' سیمې دې پېښه کې ښکېل کس "ترهګر" بللی دی.‌

ځايي رسنۍ وايي بریدګر د ختیځ بیت المقدس یو فلسطینی وګړی دی.

د اسراییلي پولیسو مشر 'کوبي شابتی' د پېښې ځای کې د خبرو پر مهال ویلي چې دا "تر ټولو بد برید" و چې دوی ورسره دې وروستیو کلونو کې مخامخېږي.

رپوټونه وايي وسله وال سړي داسې مهال ډزې کړې چې یهودي عبادت کوونکي‌ د دې یهود مېشتې سیمې کنیسه کې له عبادته راوتلي وو.

دا برید جرمني کې د نازي رژیم لخوا د شپږ میلیونه یهودانو د وژل کېدو  یا هلوکاسټ د یاد پر ورځ شوی.

پولیسو ویلي بریدګر هم وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا په ډزو وژل شوی دی.

امنیتي کسان اوس د یوه سپین رنګه موټر په اړه څېړنې کوي چې ویل کېږي بریدګر پکې تر دې سیمې ځان رسولی دی.

دا برید د لوېدیزې غاړې جنین ښار کې د اسراییلي ځواکونو له مرګونو عملیاتو یوه ورځ وروسته شوی.

د اسراییلي ځواکونو د پنجشنبې ورځې عملیاتو کې د وسله والو په ګډون نهه فلسطینیان وژل شوي وو.

 فلسطینې وسله والو تر هغې وروسته له غزې تراړې پر اسراییل د توغندیو بریدونه کړي او اسراییلي ځواکونو یې پر هوايي بریدونو ځواب ووایه.

د فلسطین وسله والو ډلو که څه هم د یهودانو پر عبادتځي د جمعې ورځې برید ستایلی خو دا یې نه دي ویلي چې بریدګر دې د دوی غړی وي.

لویدیزه غاړه او غزې تراړه کې پر دې پېښه خوښي ښودل شوې او فلسطینیانو یې خوشالۍ کې خواږه وېشلي دي.

خو د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر جېمز کلېوېرلي پر خپل ټویټر لیکلي "د هلوکاسټ د یاد پر ورځ او د شبات پر مهال کنیسه کې پر عبادت کوونکو دغه برید وېرونکی دی. موږ له خپلو اسراییلي ملګرو سره ولاړ یو."

د امریکا متحدو ایالتونو هم دا برید غندلی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک ویلي انتونیو ګوتېرېش "اسراییلو او د فلسطین اشغال شوې خاوره کې د تاوتریخوالي ډېرېدو په اړه کلک اندېښمن دی."

هغه زیاته کړې چې دواړو خواوې باید له زیات زغم کار واخلي.

اسراییلو ختېځ بیت المقدس د ۱۹۶۷ کال د منځني‌ ختیځ جګړې پر مهال لاندې کړی اوس دا ټول ښار خپله پلازمېنه ګڼي.

خو د نړیوالې ټولنې ستره برخه د دغه ښار اشغال شوې برخه د اسراییلي خاورې په توګه په رسمیت نه پېژني.

فلسطینیان بیا وايي ختیځ بیت المقدس به د دوی د نوي رامنځته کېدونکي خپلواک هېواد پلازمېنه وي.