"د کابل نجونې" د طالبانو پر ضد اعتراض کوونکې ډله: غواړو د سندرو له لارې خپل غږ پورته کړو

women

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

کابل کې د "کابل نجونې" په نامه یوې ډلې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلن پر ضد احتجاجي سندرې پیل کړې دي.

د دغې ډلې یوې غړې عاطفې د بي بي سي خبریال خلیل نوري ته ویلي، تر هغې به له دې او نورو لارو خپلې مبارزې ته دوام ورکوي،‌ چې طالبان د ښځو حقونو ته درناوی و نه کړي.

د دې ډلې غړو خپله لومړۍ سندره د "ملا محمد جان" په نامه له یوې پخوانۍ ولسي سندرې راپیل کړې او په نوې بڼه یې سندره کړې ده.

هغو په دې سندره کې افغانې ښځې او نجونې له هېواده وتلو ته رابلي، د دوی دلیل دا دی چې افغانستان د نجونو لپاره خوندي ځای نه دی.

دا هغه ولسي سندره ده، چې د عایشې(د یوې مینې) نجلۍ له خوا د لومړي ځل لپاره ویل شوې وه. هغې په دې سندره کې د خپلې مینې درد بیان کړی و. نوموړې نذر منلی و چې د نوي کال په ورځو کې به مزار شریف ته ځي او د حضرت علي (رض) مقبرې کې به دعا کوي چې خپل مین(ملا محمد جان) ته ورسېږي.

women

د عکس سرچینه، Getty Images

مونسه مبارز یوه له لومړنیو افغانو مېرمنو وه، چې د طالبانو له خوا پر ښځو د محدیتونو پر ضد یې لاریون وکړ او سړکونو ته راووته. د آغلې مبارز په وینا، اعتراض کوونکو ښځو لومړی حرکت د ۲۰۲۱ کال په سېپتمیر کې له هرات راپیل شو او بیا دا لړۍ پراخه شوه او کابل کې هم د ښځو له خوا زیات شمېر احتجاجونه وشول.

آغلې مبارز وايي: "یو وخت یوازې په کابل کې د ښځو ۱۲ خوځښتونه وو. خو کله چې تمنا پریاني، پروانه ابراهیم خیل او مرسل عیار ونیول شوې دا خوځښتونه وپاشل شول او کابل کې له هغو خوځښتونو یوازې پنځه یې پاتې شول، خو نويو خوځښتونو او ډلو سر راپوته کړ."

له دې خوځښتونو ځېنې یې دننه په افغانستان کې فعالیت کوي او یو شمېر نور بیا د پاکستان، ایران، اروپا او امریکا په ګډون نورو هېوادونو کې فعاله دي.

women

د عکس سرچینه، Getty Images

د ښځو حقونو فعالان وايي، د ۲۰۲۱ کال اګسټ‌ راهیسې چې طالبان افغانستان کې واک ته رسېدلي، طالبانو پر ښځو په لسګونه "سخت بندیزونه" لګولي.

طالبانو یو شمېر هغه معترضې ښځې نیولې، چې د ښځو د حقونو په ملاتړ یې غږ پورته کاوه.

عاطفه وايي: "مبارزه قرباني غواړي، که مونږ نن قرباني‌ ور نه کړو راتلونکي نسلونه به زمونږ پر وړاندې احتجاج وکړي."

مونسه مبارز هم په دې باور ده چې "د ښځو خوځښتونه یوازینۍ ډلې وې، چې د طالبانو پر ضد یې غږ پورته کړ او همدغه خوځښتونه و چې طالبان یې په نړیواله کچه منزوي کړي."