د طالبانو بند کې د منیژه صدیقي څرګندونو ته غبرګونونه؛ ځینو فعالانو دا "جبري اعتراف" بللی

منیژه

د عکس سرچینه، TOLONEWS- SOCIAL MEDIA

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د ښځو حقونو یوې فعالې منیژه صدیقي د طالبانو حکومت لخوا له نیول کېدو او نږدې ۶ میاشتې بند وروسته په زندان کې له یو شمېر رسنیو سره خبرې کړې دي.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت تر خپل کنټرول لاندې زندان کې د ښځو حقونو یوې فعالې ته له رسنیو سره د خبرو زمینه برابروي.‌

منیژه صدیقي په دې مرکه کې چې ظاهرآ له دریو ځایي رسنیو سره شوې، پر خپلې بې‌ګناهۍ ټینګار کوي.

نوموړې وایي "یوازې غواړم خپلې کورنۍ ته وګرځم. غواړم چې خوشې مې کړي. ځکه چې بې ګناه یم. که جرم مې یوازې لاریون وي، شپږ میاشتې مې [زندان کې] تېرې کړې دي."

دې مرکې ته زمینه له اغلې صدیقي سره د طالبانو په زندان کې د ناوړه چلند او ربړونې په تړاو د خبرونو تر خپرېدو وروسته برابره شوې ده.‌

هغه د خپلو خبرو یوه برخه کې چې طلوع نیوز خپرې کړې وايي، روغتیایي وضعیت یې "ښه" دی او که ناروغه شي نو ډاکتر ته هم لاسرسی لري.

مخکې د بښنې نړیوال سازمان ویلي وو چې منیژه صدیقي د تېر اکتوبر پر ۹مه کابل کې د طالبانو حکومت د استخباراتو لخوا په خپلسري ډول نیول شوې ده.

د دغه سازمان بیانیه کې راغلي وو چې نوموړې د ډسمبر ۵مه زندان ته لېږدول شوې؛ کورنۍ او وکیل ته لاسرسی نه لري او دا چې ګوندې د "ربړونې او ناوړه چلند له خطر" سره مخامخ ده.‌

د طالبانو حکومت ویاندویانو تر اوسه رسمآ د منیژه صدیقي او نورو ښځینه‌وو نیول کېدل نه دي تایید کړي او نه یې هم د هغې د زنداني کېدو د لامل په اړه څه ویلي دي.

مخکې یو شمېر نورې مېرمنې چې د طالبانو د تګلارو خلاف یې په کابل کې احتجاج کړی و، نیول شوې وې او ځینې یې له زندانه تر ازادېدو څه موده وروسته له افغانستانه وتلې دي.

له دوی ځینو په زندان کې ورسره د ناوړه چلن او ربړونې تورونه هم پورې کړې چې د طالبانو حکومت چارواکو لخوا رد شوي دي.

فعالان: اعتراف جبري اخیستل شوی

ښځې

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغان مېرمنو د حقونو یو شمېر فعالانو د منیژې صدیقي دې مرکې ته غبرګون ښودلی او په خپلو بیانونو کې یې دا "جبري اعتراف" بللی دی.

د "معترضو ښځو خودجوشه غورځنګ" ویلي چې ګوندې طالبانو په دې توګه د خپلو "جنایتونو او ښځو سره د زور زیاتي" د سپینولو هڅه کړې ده.

د دې ډلې اعلامیه کې راغلي "دا ځل یې د دغه غورځنګ غړې منیژه صدیقي جبري اعتراف ته اړ ایستي چې ګواکې سکنجه شوې نه ده، په داسې حال کې چې ستړې او معصومه څېره یې د طالبانو په زندان کې د جبر او ظلم ښودنه کوي."

د وحیدې امیري په نوم د ښځو حقونو فعالې، چې پخپله یې هم یو میاشت د طالبانو د استخباراتو زندان کې تېره کړې، د اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي "جبري اعتراف پخپله خپل ذات کې یو ډول روحي او رواني سکنجه ده."

د خواله رسنیو ځینو ایراني کارنو هم دا ویډیو په ایران کې د ښځو د اجباري اعترافاتو خپرو شویو ویډیوګانو ته ورته بللې ده.‌

"سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ" هم په یوه بیان کې ویلي چې دا "د عامه اذهانو تېر ایستلو" لپاره "جبري اعتراف" دی.

د بښنې نړیوال سازمان د جنورۍ ۲۲مه په یوه پرانیستي لیک کې د طالبانو حکومت د استخباراتو له لوی رییس عبدالحق وثیق وغوښتل چې منیژه صدیقي سملاسي خوشې کړي.

په دغه لیک کې ټینګار شوی و چې هغه د استخباراتو بند کې د څو میاشتو له تېرولو وروسته د څرخي پله زندان ته لېږدول شوې او دا چې "مدافع وکیل او روغتیايي پاملرنې ته لاسرسی نه لري."