انتونیو ګوتېرېش: طالبان دې پر نجونو او ښځو د زدکړې د بندیز پرېکړه بېرته واخلي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د ملګرو ملتونو سرمنشي د زدکړې نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو له حکومته غوښتي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو او ښځینه محصلانو د تللو د ممنوعیت په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.
انتونیو ګوتېرېش پر ټوېټر لیکلي: "اوس هغه وخت رارسېدلی ټول هغه تبعیضي قوانین او کړنې باید پای ته ورسول شي چې زدکړه ته په لاسرسي کې خنډ ګرځي".
ښاغلي ګوتېرېش طالبانو ته په خطاب کې لیکلي "زه پر طالبانو غږ کوم چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره ثانوي او لوړو زدکړو ته د لاسرسي په اړه خپل ظالمانه او فاحش بندیز بېرته واخلي".
د ملګرو ملتونو سرمنشي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د جنورۍ ۲۴مه، د پوهنې نړیواله ورځ ده.
هغه لیکلي، زدکړه یو بنسټیز انساني حق او د ټولنو د بنسټ ډبره ده.
"په داسې حال کې چې موږ د زدکړې ورځ لمانځو، هېوادونه هڅوو چې د جامع تعلیم چاپېریال کې پانګونه وکړي، په دې سره به ټول زدکوونکي/زدکوونکې خپل بشپړ ظرفیت ترلاسه کړي".
انتونیو ګوتېرېش وايي، په نړیواله کچه اوس ۱۱۸٫۵ میلیون نجونې ښوونځیو ته نه ځي چې ښوونځیو ته د نه تګ لپاره یې هېڅ توجېه نه شته.
دی وايي، ټول ماشومان د زدکړې حق لرلو مستحق دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
بله خوا، د ملګرو ملتونو کلتوري بنسټ "یونیسکو" ویلي، په ۲۰۰۱ کال د افغانستان لومړنیو ښوونځیو کې د نجونو شمېر تقریباً صفر و، له هغه وروسته په ټولو برخو کې د نوملیکنې کچه کې پام وړ پرمختګ وشو، خو نن په هېواد کې د نجونو (د زدکړو حق) په خطر کې دی.
په ورته وخت کې، د د افغانستان لپاره د امریکا نوې شارژدافیرې کرن ډېکر د زدکړې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، په داسې حال کې چې افغان نجونې اوس د زدکړې له حق محرومې دي، ددغې ورځې لمانځل ستونزمنه چاره ده.
کرن ډېکر په پښتو ټویټ کې ویلي: "دا ستونزمنه ده چې نن د زده کړې نړیواله ورځ ولمانځل شي ځکه چې افغان مېرمنې او نجونې اوس له دې حق څخه بې برخې شوی دي. ښوونه او روزنه د افغانستان په راتلونکي کې پانګه اچونه ده او باید د هلکانو او نجونو لپاره شتون ولري".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Facebook پای
یونیسکو وايي، "په ۲۰۰۱ کې لومړنیو ښوونځیو کې د هرو لسو نجونو زدکوونکو د شمولیت کچه صفر وه، خو په ۲۰۲۱ کال کې دا کچه څلورو ته ورسېده او په ۲۰۲۳ کال کې یې هېڅ پته نه لګي."
یونیسکو د ۲۰۲۳ کال د (زدکړو ته د لاسرسي حق) ورځ افغان نجونو او ښځو ته ځانګړې کړې ده.
د یونیسکو عمومي مشره ادري ازولې وايي "په نړۍ کې هېڅ کوم هېواد باید ښځې او نجونې له زدکړو بندې نه کړي. تعلیم یو عمومي انساني حق دی چې باید درناوی یې وشي. نړیواله ټولنه مسؤله ده چې ډاډ ترلاسه کړي د افغان نجونو او ښځو حقونه له کوم ځنډ پرته ورکړل شوي. د ښځو پر وړاندې جګړه باید ودرېږي."
یونیسکو په یوه رپوټ کې ویلي دا مهال ۲٫۵ میلیون د ښوونځي د عمر افغان نجونې او ښځې ښوونځیو ته نه ځي، ۱٫۲ میلیون ښځې او نجونې د طالبانو حکومت د سرپرستو چارواکو له پرېکړې وروسته له منځنیو ښوونځیو او پوهنتونو راګرځول شوې دي.
بل پلو، د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل یوې خبري غونډې ته ویلي، د دغې ټولنې د شورا په غونډه کې افغانستان کې له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته پر افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو د لګولو په اړه خبرې او بحث وشو.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
جوزپ بورل ویلي، د دوی شورا اوس د داسې یوې کړنلارې په لټه کې ده چې پربنسټ یې د طالبانو (لنډمهالی) حکومت د بشري حقونو د سرغړونو په اړه باید ځواب ویونکی وي او په دې باب به راتلونکې فبرورۍ میاشت کې پرېکړه وشي.
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو اداره وايي، د زدکړو حق یوه اساسي اړتیا ده، مهمه نه ده چې دوی څوک دي او له کوم ځایه راغلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې هم د زدکړې د نړیوالې ورځې په مناسبت پر ټویټر لیکلي، دا ورځ سږ کال د افغانستان هغو نجونو او ښځو ته ځانګړې شوې چې د تعلیم له حقه محرومې شوې دي.
یو این اېچ سي ار وايي، تعلیم هر چا ته او هرځای یو انساني حق دی.
څو ورځې وړاندې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد افغانستان ته له سفر او له طالب چارواکو سره تر لیدنې وروسته پر دې باور وه چې د افغانستان په عام ژوند کې د ښځو پر ګډون د لګېدلو بندیزونو لغوه کېدو لپاره پرمختګ شوی دی.
اغلې محمد څلور ورځې افغانستان کې وه چې طالبان په دې برخه کې پر کړو پرېکړو غور ته وهڅوي. پر افغانستان واکمنو طالبانو تېره میاشت په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ.





















