ملګرو ملتونو ته د پوهنتوني استادانو پرانیستی لیک: افغانستان کې د ۲۰ کلونو علمي لاسته راوړنې له منځه ځي

د عکس سرچینه، Getty Images
د دولتي او شخصي پوهنتونو ځينې پخوانیو ریسانو، یو شمېر افغان ښوونکو د جمهوريت د دورې یو شمېر وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو په ګډه ملګرو ملتونو ته د افغان اوسنیو واکمنانو د تګلارې او کړنلارې په اړه لیک لیږلی.
دغه شپږ مخیزه لیک نن "دوشنبه" د ملګرو ملتونو د سر منشي انتوني ګوترېش په نوم لېږل شوی چې پکې د ښځو پر زدکړو او کار بندیز په تړاو د طالبانو تګلارې ننګول شوې.
په دغه نسبتا اوږده او توضیحي لیک کې افغان ښوونکو شکایت کړی چې د طالبانو سختو تګلارو د افغانانو په ځانګړي ډول د میرمنو په وضعیت سخت منفي اغېز کړی او په وینا یې "طالب واکمنانو د تېرو دوه لسیزو ډېری لاسته راوړنې په اوبو لاهو کړي."
په دغه لیک کې راغلي "دا مهال افغان مېرمنې د نیونې له وېرې له کوره نشي وتلی، طالبانو د تحصیل، زدکړو او کار برخه کې د افغانستان ټولې لاسته راوړنې له سخت ګواښ سره مخ کړي."
افغان طالبانو د تېرې ډېسمبر میاشتې په ۲۰مه د نجونو پر مخ پوهنتونونه وتړل او له دې ناهیلي کونکي ګام څلور ورځې وروسته یې افغان میرمنې په نادولتي موسسو کې له کاره هم وګرځولې.
له روغتیا برخې پرته په دولتي ډېرو ادارو هم وار له مخه دوی ته ځواب ورکړل شوی وو.
دې پرلپسې تګلارو د افغانستان د ننه او بیرون سخت غبرګونونه راپارولي.

د عکس سرچینه، Getty Images
افغان ښوونکو او ځينې پېژندل شویو څيرو په دې لیک کې د طالبانو دا فرمانونه د بشر ضد جرم او اسلام ضد تګلارې بللي او په وینا یې"د طالبانو دا تګلارې ډېرو اسلامي هېوادونو غندلي."
په لیک کې پر ښځو د زدکړو او کار بندیز تر څنګ د تحصیلي نصاب بدلولو په تړاو هم دوی خپلې اندیښنې شریکې کړي" د طالبانو نصاب به د علمي مضمونونو پر ځای زدکونکي سخت دریځه وروزي."
خو طالب چارواکي تل وايي چې پر تحصیلي نصاب د معیاري کېدو لپاره بیا کتنه کوي.
دغه لیک چې د افغانستان د جمهوري دورې د لوړو زدکړو د وروستي وزیر عباس بصیر لخوا د ۱۷۴ کسانو په ملتیا لیکل شوی، په پای کې یې د ټولو نومونه هم لیکل شوې.
د پوهنتون ښوونکو او پخوانیو چارواکو په ملګرو ملتونو غږ کړی چې د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره د افغان میرمنو تر څنګ ودریږي "ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه دې د ښځو د زدکړو او کار په اړه پر طالبانو له ټول ډيپلوماټیک فشاره استفاده وکړي."

د عکس سرچینه، @AminaJMohammed
په دغه لیک کې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې افغان میرمنو، څيړنکو او ښوونکو ته بورسونه ډېر او په افغانستان کې یې هم په بېلابېلو لارو ملاتړ کولو غور وکړي.
طالبانو خپل ځینې بندیزونه لنډمهالي بللي او په وینا یې د نویو تګلارو په جوړولو بوخت دي.
د افغانستان په اوسنیو واکمنانو که څه هم ورته شکایتونه له ډېرو ادرسونو کیږي خو دوی په ښکاره د بدلون لپاره کوم لوی ګام نه دی پورته کړی.
په داسې حال کې چې د افغانستان په اړه اندیښنې مخ په ډېرېدو دي، تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد هم افغانستان ته سفر وکړ، نوموړي د نړۍ او دې بنسټ اندېښنې مخامخ له طالب چارواکو سره شریکې کړې او په وینا یې هغې طالب واکمنانو ته ویلي" افغان ښځې باید د کار او تحصیل حق ولري."





















