د اوکرایین جګړه: د بریتانیا د وسلو جوړولو یو ستر شرکت غواړي د اوکرایین دننه وسلې تولید کړي

 د اوکرایین ولسمشر ولودېمیر زیلېنسکي او د بي‌اې‌اي سیستمونو د شرکت مشر چارلز وو ډبرن

د عکس سرچینه، Image source, Government of Ukraine

د عکس تشریح، د اوکرایین ولسمشر ولودېمیر زیلېنسکي او د بي‌اې‌اي سیستمونو د شرکت مشر چارلز وو ډبرن
    • Author, پیټرهاسکینز
    • دنده, د سوداګرۍ چارو خبریال
  • د خپرېدو وخت

د بریتانیا د وسلو جوړولو یو ستر شرکت، بي اې اي سیستمز، اوکرایین کې یو لړ تړونونه لاسلیک کړي چې راتلونکې کې هلته اوکرایین لپاره وسلې او وسایل تولید کړي.

دغه شرکت ویلي په ګډه به له اوکرایین سره کار کوي، شریکان به لټوي چې هلته سپک توپونه تولید کړي.

تر اوسه بي اې اي شرکت ډېری هغه وسلې جوړې کړي چې بریتانیا او ځینې نورو هېوادونو اوکرایین ته لېږلي دي.

د ۲۰۲۲ په فبروري کې پر اوکرایین د روسیې له یرغل راهیسې، بریتانیا اوکرایین ته د وسلو یو ستر چمتو کوونکی دی.

بي بي سي پوهېږي چې بي اې اي شرکت تر اوسه اوکرایین کې کوم دفتر یا فابریکه نه ده پرانیستې، خو په خبرو اترو بوخت دی چې راتلونکي کې هلته دا کار وکړي.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي، پر ايکس (چې پخوا ټویټر نومیده) لیکلي: "زموږ د خپلو وسلو جوړول زموږ یو مهم لومړیتوب دی".

ښاغلي زیلېنسکي د بي اې اي شرکت له مشر چارلز ووډبرن سره له کتنې وروسته دا خبره وکړه.

ښاغلي ووډبرن وویل: "ددې موافقتنامې لاسلیکول او اوکرایین کې یو حقوقي هویت رامنځ ته کول به زموږ د اوسني باور او ملاتړ پربنسټ موږ ته لاره هواره کړي چې په ګډه کار وکړو او د اوکرایین وسله والو ځواکونو ته لا نور مستقیم ملاتړ چمتو کړو".

اوکرایین او سویډن هم یوه تفاهمنامه لاسلیک کړې چې غواړي د زغره والو ګاډو د تولید، عملیاتو، روزنې او ترمیم په برخه کې خپله همکاري لاټینګه کړي، چې اوس دا ګاډي د بي اې اي سیستمز لخوا په سویډن کې جوړېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

په مې کې ښاغلي زیلېنسکي وویل چې کیېف او بي اې اي شرکت پر یو پلان باندې کار کوي چې دا شرکت په اوکرایین کې یو دفتر پرانیزي.

کیېف لېواله دی چې د خپلو وسلو او نورو وسایلو زېرمې پیاوړې کړي او هم د خپل هېواد جګړې ځپلي اقتصاد پیاوړي کولو لپاره خلکو ته کارونه پیدا کړي.

د ۲۰۲۲ کال له فبروري راهیسې د ونډو په بازار کې د بي اې اي شرکت ونډې له ۷۵سلنې لوړې شوي. دا شرکت همدا اوس د اوکراییني پوځ لپاره د روزنې او د وسایلو د ترمیم خدمتونه چمتو کوي.

بي اې اي سیستمز چې د وسلو جوړولو، امنیت او د فضايي چارو یو ګڼ ملتیزه شرکت دی د نړۍ په تقریبا ۴۰ هېوادو کې ۹۳،۰۰۰ کارکوونکي لري.

دا د اروپا تر ټولو ستر دفاعي قراردادي شرکت دی چې کلنی خرڅلاو یې له ۲۳میلیارډه پونډو ډېر دی او تېر کال یې تقریبا ۲،۵ میلیارډه پونډه ګټه ترلاسه کړې.