بریتانیا اوکرایین ته څه ډول وسلې ورکوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ډېوېډ براون و تورال احمدزاده
- دنده, بي بي سي نیوز
- د خپرېدو وخت
بریتانیا په لومړي ځل اوکرایین ته د توغندیو د ویشتلو داسې سیستم ورکوي چې په یوه ځل ګڼ توغندي توغولی شي.
د بریتانیا حکومت وايي دا وسلې به اوکرایین سره مرسته وکړي چې د روسیې پر وړاندې خپله دفاع وکړي.
زرګونه اوکرایني سرتېري د جګړې په لومړۍ کرښه کې د بریتانیا مرسته شوې وسلې کاروي.
بریتانوی حکومت وايي اوکرایین سره د وسلو په مرسته ۱.۶ میلیارد ډالره لګوي.
نو بریتانیا تر اوسه اوکرایین سره د کوم ډول وسلو مرسته کړې او څومره اغېز یې لرلی؟
د اوږد واټن توغندي
د بریتانیا دفاع وزیر بېن والېس د جون په شپږمه اعلان وکړ چې اوکرایین سره به د اېم ۲۷۰ ګڼو توغندیو توغولو سیستم مرسته کوي.
بریتانوی حکومت وايي اوکرایني سرتېري به بریتانیا کې روزل کېږي چې څه ډول دغه سیستم وکاروي.
لا تر اوسه رسمي نه دي ویل شوي چې اوکرایین ته د استول شویو دغو وسلو شمېر به څو وي خو بي بي سي ته مالومه شوې چې پیل کې به درې استول کېږي.

د رووسي انستېتیوت شنونکی جک واټلېنګ په دې اړه وايي: "دا هغه ډول وسلې دي چې اوکرایین ورته دا اوس اړتیا لري. دا به له اوکراینیو پوځیانو سره مرسته وکړي چې د روس ډیری عصري وسلې په ډېر دقت په نښه کړي."
نوموړی زیاتوي: "دا په دې مانا ده چې اوکرایني ځواکونه به اوس وتوانېږي هغه روسي پوځیان او درنې وسلې یې په نښه کړي چې هره ورځ د ختیځ اوکرایین سیمې له منځه وړي."
د ټانک ضد وسلې
بریتانیا اوکرایین ته اېنلا یا د سپک وزن ټانک ضد ۵۰۰۰ عصري توغندي استولي.
اېنلا داسې جوړ شوي چې په کم واټن کې د ټانکونو له منځه وړلو توان لري.
مهمه دا ده چې اوکرایني پوځیان په بېړني ډول وسلو ته اړتیا لري او دا توغندي په اسانۍ لېږدېدلی او کارېدلی شي. کولی شئ یو سرتېری په یوه ورځ کې د دغه توغندي د کارولو لپاره وروزئ.
ډیری شنونکي باور لري چې دغو وسلو له وړاندې د کړکېچ پر لوري لوی اغېز پرې ایستی.
د روسي انستېتیوت شنونکی جسټېن برونک وايي: "اېنلا د جګړې په لومړي پړاو کې ډېر زیات اغېزناک او مهم وو چې د روسیې پوځ ځمکنۍ وسلې ویجاړې کړي."
دی زیاتوي چې دغه توغندي هغه وخت "لا ډېر اغېزناک وي" چې د نورو درنو وسلو سره په یوه وخت کې وکارېږي.
د لنډ واټن توغندي

د بریتانیا د دفاع یو مرستیال وزیر جېمز هیپي د اپرېل په ۲۸ وویل چې اوکرایین ته د لنډ واټن سلګونه برېمسټون توغندي استوي.
برېمسټون توغندي د ټانکونو، درنو وسلو او وړو جنګي بېړیو پر ضد کارېدلی شي.
دغه توغندي په عادي حالت کې له الوتکې توغول کېږي خو اوکرایین ته استول شوي توغندي بیا داسې جوړ شوي چې له ګاډو هم توغول کېدای شي.
د امریکا د بحري ځواکونو پخوانی پوځي کرېس کارلسن وایي، له ځمکې د دغو توغندیو توغول کېدلی شي واټن یې یو څه راکم کړي.
که د بېړیو ویشتلو لپاره وکارول شي نو دا کوچني توغندي په یوازې سر نه شي کولی یوه بېړۍ ډوبه کړي خو زیان وراړولی شي.
ښاغلی کارلسن وايي: "دا په دې پورې اړه لري چې بېړۍ په کوم ځای ویشتل کېږي. که د بېړۍ ماشن شاوخوا ځای وویشتل شي نو ښه پوره زیان وراوړي او دښمن ته به لوی سرخوږی جوړ کړي."
زغروال ګاډي

برتیانیا اوکرایین ته ۱۲۰ زغروال ګاډي ورکړي چې دې کې ماستېف ګاډي هم شامل دي.
ماستېفز زغروال ګاډي افغانستان کې بریتانویو ځواکونو ډېر کارول ځکه ځمکه کې د خښو شویو ماینونو پر وړاندې ډېر خوندي دي.
شنونکي وايي چې دونباس په څېر سیمه کې چې خورا ډېر ځمکني ماینونه په کې خښ شوي ماستېف ګاډي به ډېر اغېزناک وي.
دا په ډاګه شوې چې اوکرایین جګړه کې دواړو غاړو له ځمکنیو ماینونو ډېره ګټه اخېستې.
بې پېلوټه الوتکې

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي اوکرایین ته یې لسګونه بې پېلوټه الوتکې استولي چې کولی شي لوژستیکي توکي تر سرتېرو ورسوي.
شنونکي وايي هغو سیمو کې چې جګړه توده وي نو د لومړۍ کرښې اوکراینیو سرتېرو لپاره د لوژستیکي توکو رسولو په برخه کې به بې پېلوټه الوتکې خورا اغېزناکې وي.
ښاغلی برانک په دې اړه وايي: "سرتېري تل وسایلو ته اړتیا لري. هر ځل چې تاسو وسایل د یوه پوځي پر ځای د ډرون په مرسته ولېږدوئ نو تاسو کولی شئ یو سرتېری له خطره وژغورئ."
هوايي دفاعي سیستم
بریتانیا وايي اوکرایین سره یې د سټارسټریک توغندیو په ګډون د پنځو هوايی دفاعي سیستمونو مرسته کړې.
سټارسټریک توغندي داسې جوړ دي چې کولی شي کم واټن کې الوتکې راوپرځوي.

ښاغلی برانک وايي: "د یوه پېلوټ لپاره سټارسټریک توغندی لوی سرخوږی دی. ځان ترې خوندي ساتل ډېره سخته ده."
دی زیاتوي که روسي پوځیان وپوهېږي چې په یوه سیمه کې اوکرایني پوځیانو سره سټارسټریک توغندي شته نو ښايي هلته عملیات ونه کړي.
خو سټارسټریک توغندي د کارولو لپاره د اېنلا او نورو وسلو پرتله ډېرې روزنې ته اړتیا لري او د اوږد واټن توغندیو لپاره غوره بدیل نه دی.
بریتانیا اوکرایین ته کم شمېر سټورمر ګاډي هم ورکړي چې سرتېری ترې وکولی شي سټارسټریک توغندي وتوغوي.
اوږدمهاله مرسته
راتلونکي کې به د اوږدمهال لپاره اوکرایین سره د لویدیځو هېوادونو پوځي مرسته ډېره اړینه وي چې د روسیې یرغل پر وړاندې خپله دفاع وکړي. دا خبره د ستراتېژیکو مطالعاتو انستېتیوت غړی بېن باري کوي.
دی وايي که څه هم اوکرایین خپله هم د وسلو د تولید یو څه وړتیا لري خو د لویدیځو هېوادونو له مرستې پرته به ناشونې وي چې اوکرایني پوځیان وتوانېږي له روسیې ولکه شوې سیمې بېرته ونیسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نظامي شنونکی باور لري چې اوکرایني سرتېري تر ډېره هغه ډول وسلو ته اړتیا لري چې دوی له وړاندې پرې پوهېږي چې څه ډول یې وکاروي.
پر اوکرایین له یرغل سملاسي وروسته بریتانیا ویلي وو چې اوکرایین سره د هر ډول وسلو مرسته به د دغه هېواد د دفاع په موخه وي.
په دې مانا چې اوکرایین به یوازې وکولی شي د روسیې پر وړاندې خپله دفاع وکړي او پر روسیې به برید ونه شي کړای.
خو شنونکي وايي چې د دفاعي وسلو په نوم څه نشته.
ښاغلی باري په دې اړه واي: "هېڅ یوه وسله یوازې د دفاع لپاره نشته. دفاعي وسله کېدلی شي د برید لپاره هم وکارېږي ځکه چې پر مټ یې د دښمن هغه وسایل له منځه وړې چې پر تا برید کوي. "
نور هغه وسایل چې بریتانیا اوکرایین ته ورکړي
- له ۲۰۰ ډېر جاولېن ټانک ضد توغندي
- ۱۳۶۰ د ودانیو ضد وسلې او مهمات
- ۴.۵ ټنه چاودېدونکي توکي
- له ۴۰۰ زرو ډېرې مرمۍ
- له ۲۰۰ زرو ډېر نور توکي لکه اوسپنیزې خولۍ، اوسپنیز جاکټونه او طبي وسایل
- الېکترونېکي جګړه اییز وسایل
- راډار سیستم
- د جي پي اېس له کاره غورځولو وسایل
- تیاره کې د لید زرګونه عینکې



















