وسله والو ایکوادور کې د ژوندۍ خپرونې پر مهال تلویزیوني دفتر لوټلی

د خپرېدو وخت

ایکوادور وروسته له هغې د وسله والو پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ چې، د ژوندۍ خپرونې پر مهال یې تلویزیوني دفتر ولوټه.

د دغه هېواد ولسمشر د څو ورځو تاوتریخوالي‌ وروسته، چې کچه یې له حده واوښته او پر تلویزیوني دفتر یې برید وکړ امر کړی چې جنایتکارې ډلې دې "له منځه یوړل شي."

نقاب لرونکو وسله والو د ژوندۍ خپرونې پر مهال د تلویزیون پر دفتر برید وکړ او کارمنان یې اړ ایستلي و، چې پر ځمکه پرېوځي.

په دې برید کې چې دوه کارمنان پکې ژول شوي، پولیسو ۱۳ کسان نیولي دي.

د تېرې دو شنبې له ورځې چې ایکوادور کې د ۶۰ ورځو لپاره بېړنی حالت اعلان شوی، لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.

بېړنی حالت وروسته له هغه اعلان شو، چې د ادولفو ماسیاس ویلامار په نامه د یوه ځواکمن بانډ مشر له زندانه په تېښته بریالی شو.

مالومه نه ده، چې پر تلویزیون برید له هغې پېښې سره څه تړاو لري که نه.

ولسمشر دانیل نوبوا د سه شنبې پر روځ ویلي، چې هېواد کې یې "کورنۍ وسله واله شخړه" روانه ده او له امنیتي ځواکونو یې غوښتي چې د له منځه وړلو لپاره یې نظامي عملیات ترسره کړي.

ګاونډ کې یې د پیرو هېواد حکومت په سملاسي ډول ایکوادور سره پر پوله د پولیسو د پوستې جوړولو امر کړی، چې پر مټ یې د هر ډول پېښېدونکي ګواښ مخه ونیسي.

امریکا ویلي، ایکوادور کې "بې رحمانه بریدونه" غندي او له ولسمشر دانیل نوبوا سره په همغږۍ هر ډول مرستې ته چمتو دي.

ایکوادرو نړۍ کې د کیلې لوی صادروونکی هیواد دی خو قهوه، غوړي، کاکو او ماهي هم صادوري.

د سیمې هېوادونو کې د تاوتریخوالي ډېرېدل امریکا ته د کوکاینو لېږد کنټرول سره تړاو لري.

د فرانسي خبري اژانس رپوټ ورکړی چې، د پېښې له ځایه د یوې ښځې اواز اورېدل کېده چې ویل یې: "ډز مه کوئ، هیله کوم ډز مه کوئ." له بلې خوا د یوه بل کس د زګېرویو غږ هم راته.

د دې تلویزیوني شبکې یوه کارمن فرانسې خبري اژانس ته پر وټس اپ استول شوي پیغام کې ویلي: "هغوی زمونږ د وژلو لپاره راغلي، خدایه مه پرېږده چې داسې څه پېښ شي. جنایت کوونکي ژوندۍ خپرونه کې دي."

د خبرونو مرستیال جورج رنډن ویلي: "دې برید کې یو تصویر اخیستونکی په پښه لګېدلی او ټپي دی او د یو بل کارمن لاس مات شوی."

نوموړي زیاته کړې: "زمونږ د خپرونې جوړوونکو په غوږیو کې مونږ ته حال راکړ چې، پام کوئ. هغوی هڅه کوي راننوځي، غلا کوي، مونږ لوټي."

هغې دا هم ویلي: "د سټوډیو دروازې ډېرې ډبلې او تقریبا زغروالې دي، هغوی هڅه کوله سټوډیو ته راننوځي او هغه څه چې غواړي ترلاسه یې کړي."

بېړنی حالت

د ولسمشر نوبوا له خوا د بېړني حالت اعلان وروستیو تاوتریخوالي، له زندانونو د بندیانو تښتېدل او نور جنایتونه چې هېواد کې د بېلابېلو ډلو له خوا ترسره کېږي د مخنیوي په ځواب کې و.

بېړني حالت کې د شپې له خوا ګرځبندیز اعلان شوی دی. امنیتي ځواکونه هڅه کوي په لږ تر لږه هغو ۶ زندانونو کې نظم راولي چې د تېرې دوشنبې پر ورځ پکې ګډوډي رامنځته شوې وه.

د پولیسو په وینا، په ګوایاکیل کې د سه شنبې د ورځې په برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.

پولیسو همدا راز زیاته کړې چې، دوه پولیس د وسله والو له خوا نوبول ښار ته څېرمه وژل شوي دي.

په ریوبامبا ښار کې د نشه یي توکو د قاچاقبر په ګډون ۴۰ تنه نور له زندانه په تېښته بریالي شوي.

د ژوندۍ خپرونې پر مهال د تلویزیون پر دفتر برید خلک حیران کړي او وېره یې خپره کړې ده.

د ماریو په نامه یوه کس ویلي: "په ښار کې ډېره وېره خپره ده. له کار ځایه خلک وختي کورونو ته ځي. هر چېرته د خبرداري زنګونه وهل کېږي."

فرانسیسکو روزاس هم فرانسې خبري اژانس ته ویلي: "په ایکوادور کې مونږ هېڅکله داسې پېښه نه وه لیدلې، چېرته چې د ژوندۍ خپرونې پر مهال یو تلویزیوني دفتر ولوټل شي، نو مونږ په څه ډول امنیتي وضعیت کې یوو؟ چې د یوه تلویزیون دا حال وي تاسې د رستوان او یو دوکان وضعیت تصور کړئ."

وروستیو کلونو کې زندانونو کې د بانډونو تر منځ نښتې کېږي، چې ګڼ زندانیان پکې وژل شوي.

د Choneros یو ځواکمن زنداني بانډ دی، داسې باورنه شته چې په زندانونو کې د ډېرو ګډوډیو او نښتو تر شا د همدې کسانو لاس دی چې وروستیو کې ایکوادور زندان کې رامنځته شوي.

د فیتو د تېښتې په قضیه کې د زندان دوه ساتونکي هغه سره د مرستې په تور نیول شوي دي.

له زندانه د نوموړي تېښه د ولسمشر نوبوا حکومت ته د لوی ګوزار په توګه یاد شوی.