تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د جرمني له موزیمه د ۱٫۶ میلیون یورو په ارزښت سکې لوټل شوې
یوې ډلې غلو د جرمني له یوه موزیمه د کلتي تمدن اړوندې د سرو زرو نغدي سکې غلا کړې دي.
د جرمني پولیس وايي، په توره شپه کې له منچینګ موزیم نه د دې سلګونو لوټل شویو سکو پر لوټلو غلو یواې ۹ دقیقې وخت ایستلی دی.
باور دی چې غلو له لوټلو مخکې په موزیم کې د خبرداري سیستم له کاره غورځولی، په ګاونډ کې یې د انټرنېټ مزي هم پرې کړي چې ورسره برېښنا هم پرې شوې ده.
پولیس هڅه کوي دا ومومي چې ایا دا پېښه له مخکنۍ یوې ورته پېښې سره کوم تړاو لري او که نه.
د برېښنا قطع کېدل ددې لامل شوي چې د غلا پرمهال هلته کامرې کار پرېږدي او د څار کامرو هېڅ هم نه دي ثبت کړي.
په سبا ورځ هلته موظفو کسانو د موزیم پر غولي ماتې ښیښې وموندې او شاوخوا د سرو زرو سکې هم پرتې وې، خو د ساتنې په مشخصو ځاینو کې نورې سکې نه وې.
د لرغونو توکو یو څارونکی رابرټ ګیبهارډ پر دې پېښه خواشیني ښودلې او وايي "داسې انګېرم لکه کوم پخواانی ملګری مې چې له لاسه ورکړی وي".
د موزیم له یوه بل ځایه هم درې لویې د سرو زرو سکې غلا شوې دي.
پولیس وايي ښايي دا د یوې منظمې مجرمې ډلې کار وي.
په ۲۰۱۷ کال کې هم د برلین له موزیمه غلو د ۱۰۰ ګرامو وزن لرونکې د سرو زرو لویې سکې لوټلې وې.
د ساینس او هنرونو وزیر بفریا حکومتي تلوېزیون ته ویلي: "ښکاره ده چې موږ موزیم ته نه ننوځو چې دا خزانه راسره واخلو. دا د منظمې جرمي ډلې کار ګڼل کېدای شي".
کارپوهان وېره لري چې ښايي غلو به د لوټل شویو سکو ذوب (ویلې) کولو ته مخه کړې وي او په دې سره به د سکو ارزښت هم له منځه ولاړ شي.
دا سکې په ۱۹۹۹ کال د کیندنو پرمهال کشف شوې چې په شلمه پېړۍ کې دا د کلتي تمدن اړوند د سرو زرو د سکو تر ټولو لویه کشفونه وه.