تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غلو چې بخت کوټه شي، ټول د یوې پښې بوټان په لاس ورشي
داسې ښکاري چې پیرو کې مجرمانو له یوه پلورنځي نه د غلا پرمهال د بوټانو غوره کولو کې تېروتلي دي.
درې کسان د هېواد مرکز هوانکایو ښار یوه پلورنځي ته ننوتي او د لوبو تر ۲۰۰ ډېر بوټان یې غلا کړي- خو ټول د ښۍ پښې بوټان دي.
د پلورنځي څښتن د لوټل شویو بوټانو ارزښت تر ۱۳۰۰۰ ډالرو (۱۰۰۰۰ سټرلینګ پونډ) ډېر اټکل کړی- خو لوټمار یې ښايي خرڅولو کې له ستونزې سره مخامخ شي.
د امنیتي کامرو په مټ یو نګوښېدلی غل پېژندلی شوی او نیول شوی دی.
په ثبت شویو وېډیوګانو کې مجرمان ښکاري چې نیمه شپه کې د پلورنځي قلف ماتوي او له درې ټایره بایسکل په ګټه اخیستو د بېلابېلو مارکو یا نښو لرونکي د سپورټ بوټان په کې لېږدوي.
د سیمه ییزو پولیسو یوه مشر اډوان دیاز د پیرو خبري رسنیو ته ویلي "د پېښې ځای کې مو ثبوت ترلاسه کړ. په دې لوټمارۍ کې نامعمول شی دا و چې یوازې د ښۍ پښې بوټان غلا شوي."
"په وېډیوګانو او د ګوتو په نښو به موږ د دغو کسانو د ځای ځایګي څرک ولګوو."