د شانګهای سازمان غونډه؛ اختلافونو سره سره د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ورغلی، خو د افغانستان استازی په کې نشته

شانګهای سازمان غړي هېوادونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د شانګهای سازمان پخوانۍ غونډې یوه څنډه
د خپرېدو وخت

د شانګهای سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو نوبتي غونډه دا ځل د هند په کوربه توب ګوا ښار کې ترسره کیږي چې نن او سبا دوام کوي.

په دې غونډه کې د شانګهای سازمان غړو او څارونکو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی خو له افغانستانه چې پکې واکمن د طالبانو حکومت لا چا په رسمیت نه دی پيژندلی څوک نه دي بلل شوي.

د هند او پاکستان خړو پړو اړیکو ته په کتو د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ګډون هم لانجمن و خو له څه باندې یوې لسیزې وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو اوسني وزیر هند ته د سفر کنګل مات کړ او نن 'پنجشنبه' ګوا ته روان شو.

دغه سفر له کراچۍ مستقیما ګوا ته په یوه ځانګړي الوتکه کې تنظیم شوی و او پاکستاني چارواکو د دغه پرواز لپاره د هند د هوايي کنترول ادارې اجازه اخیستي وه.

له ۱۱ کلن ځنډ وروسته هند ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري سفر په کور د ننه او بهر له خاص اهمیته برخمن دی او په اړه یې بېلابېل نظرونه څرګندیږي.

په پاکستان کې تر ټولو ستر اپوزیسیون تحریک انصاف ګوند د هغه دا سفر غندلی او ویلي یي دي اوسنیو چارواکو ته په کشمیریانو او مسلمانانو لږکیو د هند د ظلم هیڅ پروا نشته

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د دغه ګوند یوه مشر او د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر فواد چودري پر ټوېټر لیکلي "بلاول بوټو کولی شول چې په غونډه کې د انټرېنټ له لارې انلاین ګډون وکړي خو اوسني واکمنان د مودي د خوشحالولو لپاره هره پوله ماتولی شي."

هغه دا تور هم پورې کړی چې زرداري د اسرایلو او امریکا خوشحالولو لپاره منډې وهي.

خپله بلاول بوټو زرداري په ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره کړې او ټينګار کوي چې د دغه سفر ټول تمرکز د شانګهای سازمان غونډه ده.

نوموړی په دې ویډيو کې وايي "زما د سفر واضح او څرګند پیغام دا دی چې پاکستان شانګهای سازمان ته څومره اهمیت ورکوي او خپل غړیتوب څومره جدي ګڼي."

د پاکستاني رسنیو په حواله نوموړي له دغه سفر مخکې د فضل الرحمان، سراج الحق په ګډون له ډېرو نورو سیاسي مشرانو سلا مشوره کړې.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

افغانستان کې د طالبانو حکومت چې د نږدې دوه کالونو په تېریدو لا چا په رسمیت نه دی پيژندلی دا وخت له ډېرو نړیوالو، سیمه ییزو او ان د دغه هېواد په اړه له ځانګړو غونډو بې برخې پاتې کیږي.

روانه اونۍ د افغانستان په تړاو دوحه کې د ملګرو ملتونو غونډه هم د کوم افغان استازي له حضوره پرته تر سره شوه. له دې مخکې د سمرقند په غونډه کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ګډون کړی و خو له هغې مخکې د سیمې د ملي امنیت سالاکارانو غونډه هم له کوم افغان استازي پرته ترسره شوه.

طالبانو له دې کبله نړۍ له افغانستان سره په جلا او دوه ګوني چلند تورنه کړي خو ګڼو هېوادونو د طالبانو سخت دریزي او بشري حقونو ته د ننګ ګوته نیولي او تل یې له طالبانو سره د تعامل لپاره ته ځينې شرطونه ایښي دي.

شانګهای سازمان هېوادونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ۲۰۰۶ کال کې د شانګهای سازمان غونډه چې د وخت مشرانو پکې ګډون کړی وو

د شانګهای سازمان چې د سیمې تر ټولو ستر اقتصادي، سیاسي او امنیتي چتر بلل کیږي پکې افغانستان د څارونکي غړي حیثیت لري.

د افغانستان وضعیت او سیاست په دا ډول غونډو کې د بحث مهمه اجنډا جوړوي خو په اړه یې خبرې اترې له کوم مسول استازي پرته هسې ګټورې نه بلل کیږي