تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: د افغانستان او شري لنکا تر منځ د ټېسټ لوبې دويمه ورځ
د افغانستان او شري لنکا تر منځ د يوازينۍ ټېسټ لوبې دویمه ورځ د دغه هېواد په پلازمېنه کولمبو کې روانه ده. شري لنکا لوبډلې د خپلې نننۍ پاڼۍ تر ۹۷ اعشاریه دوه اووره لوبې پورې ۴۰۲ منډې کړې او پنځه وېکټې یې له لاسه ورکړې دي.
شري لنکا لوبډله په دې ټیسټ لوبه کې تر اوسه د ۲۰۴ منډو په توپیر له افغان لوبډلې مخکې ده.
انجیلو ماتیوز (ناسوځیدلی) له ۱۳۸ منډو سره تر اوسه د شري لنکا له لوري تر ټولو ډېرې منډې کړې او ورپسې ډینیش چاندیمل دی، چې ۱۰۷ منډې لري.
افغان بالرانو نوید ځدراڼ دوې، نجات مسعود او قیس احمد یوه، یوه وېکټه ترلاسه کړې ده.
د لوبې په دويمه ورځ نويد ځدراڼ نشان مدوشکا وسوځاوه او دا يې په ټېسټ لوبو کې لومړنۍ وېکټه شوه. د ده تر څنګ نجات مسعود او قيس احمد هم يو یو لوبغاړی وسوځاوه.
د لوبې په لومړۍ ورځ شري لنکا د پچې له ګټلو سره افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړې وه. افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۹۸ منډې جوړې کړې وې.
د افغانستان له لوري رحمت شاه په ۱۳۱ توپونو تر ټولو ډېرې (۹۱) منډې لرلي. د ده تر څنګ نور علي ځدراڼ ۳۱ منډې جوړې کړې وې.
اکرام علي خېل او قيس احمد هر يوه ۲۱ منډې وکړې. لوبډلمشر ۱۷ او نجات مسعود ۱۲ منډې ترسره کړې.
بل لور په لومړۍ ورځ د شري لنکا لوبډلې اوپنرانو خورا چټکه لوبه پیل کړه. په ۱۴ اورونو کې يې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته ۸۰ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري په دې سيالۍ کې د حشمت الله شهيدي په مشرۍ ابراهيم ځدراڼ، نور علي ځدراڼ، رحمت شاه، ناصر جمال، اکرام عليخېل، ضيا الرحمان، قيس احمد، نجات مسعود، محمد سليم او نويد ځدراڼ لوبېږي.
د شري لنکا پر وړاندې ټېسټ لوبه کې څلور افغان لوبغاړي ضياءالرحمن اکبر، نورعلي ځدراڼ، نوید ځدراڼ او سلیم ساپي د لومړي ځل لپاره ټېسټ لوبه کوي.
افغانستان تر دې مهاله ټولې اووه ټېسټ لوبې کړې چې د شري لنکا پر وړاندې دا سيالي يې اتمه ده. افغانستان له بنګله دېش، زېمبابوې او ايرلنډ يوه يوه ټېسټ لوبه ګټلې ده.
د افغانستان او شري لنکا تر ټېسټ لوبې وروسته دغه دواړه هېوادونه دری يو ورځنۍ او دری شل اوريزې لوبې هم ترسره کوي.
له شري لنکا سره د سياليو له بشپړېدو وروسته د فبرورۍ پر ۲۷ مه افغان ملي لوبډله په خپل کوربتوب په متحده عرب اماراتو کې له ايرلنډ سره ټېسټ لوبه لري چې له دې وروسته به له دغه هېواد سره دری يو ورځنۍ او دری شل اوريزې لوبې هم ولري.