تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: افغان لوبډله له شري لنکا د ټېسټ لومړۍ پاڼۍ کې پر ۱۹۸ منډو وسوځېده
د افغانستان او شري لنکا تر منځ د يوازينۍ ټېسټ لوبې د لومړۍ ورځې لوبه د دغه هېواد په پلازمېنه کولمبو کې وشوه.
د لوبې پچه شري لنکا وګټله او لومړی يې د توپ اچولو پرېکړه وکړه. افغانستان لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ ۱۹۸ منډې وکړای شوې.
د افغانستان له لوري رحمت شاه تر ټولو ډېرې ۹۱ منډې وکړې. نوموړي ۱۳۱ توپونه ولوبول.
نور علي ځدراڼ بیا ۳۱ منډې ترلاسه کړې او د افغانستان د پوپ وهنې په لومړۍ پاڼۍ کې یې د ډېرو منډو له حسابه دویم ځای خپل کړ.
له دې دوو پرته بل هېڅ افغان لوبغاړی و نه توانېد د خپلو منډو شمېر له ۲۱ پورته کړي. بل لور د شري لنکا لوبډلې اوپنرانو خورا چټکه لوبه پیل کړه، چې د ټیسټ پرتله یوې ورځنۍ ته ورته ښکاريده.
کي ایم این فیرناندو تر اوسه ۳۶ او ایف ډي ایم کارونا راتنې ۴۲ منډې وکړې.
د لومړی ورځې تر پایه د شري لنکا لوبډلې ۸۰ منډې کړې او کوم لوبغاړی یې نه دی سوځېدلی.
د افغانستان له لوري په دې سيالۍ کې د حشمت الله شهيدي په مشرۍ ابراهيم ځدراڼ، نور علي ځدراڼ، رحمت شاه، ناصر جمال، اکرام عليخېل، ضيا الرحمان، قيس احمد، نجات مسعود، محمد سليم او نويد ځدراڼ لوبېږي.
د شري لنکا پر وړاندې ټېسټ لوبه کې څلور افغان لوبغاړي د لومړي ځل لپاره لوبېږي. ضياءالرحمن اکبر، نورعلي ځدراڼ، نوید او سلیم ساپي د خپلې لومړنۍ ټېسټ لوبې خولۍ ترلاسه کړې.
داسې ښکاري چې د ابراهيم ځدراڼ يو "لوی ارمان"چې غوښتل يې له خپل "تره نورعلي ځدراڼ سره د افغانستان لپاره په يوه سيالۍ کې ولوبېږي" پوره شو. نوموړي دا خبرې له بي بي سي سره په يوه مرکه کې کړې وې.
افغانستان د ټېسټ سياليو له دريځ اخيستو وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د هند پر وړاندې د ټېسټ لوبو مزل پيل کړ او هغه راهيسې يې ټولې اووه ټېسټ لوبې کړې دي.
په دې موده کې يې له هند، وېسټ انډيز، او ايرلنډ سره يوه يوه، له بنګله دېش او زېمبابوې سره دوې دوې ټېسټ لوبې وکړې. له بنګله دېش، زېمبابوې او ايرلنډ يې يوه يوه ټېسټ لوبه ګټلې هم ده.
د افغانستان او شري لنکا تر ټېسټ لوبې وروسته دغه دواړه هېوادونه دری يو ورځنۍ او دری شل اوريزې لوبې هم ترسره کوي.
له شري لنکا سره د سياليو له بشپړېدو وروسته د فبرورۍ پر ۲۷ مه افغان ملي لوبډله په خپل کوربتوب په متحده عرب اماراتو کې له ايرلنډ سره ټېسټ لوبه لري چې له دې وروسته به له دغه هېواد سره دری يو ورځنۍ او دری شل اوريزې لوبېهم ولري.