تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: افغانستان راتلونکې مياشت ګڼې سيالۍ لري
- Author, ګوربت ننګيال
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د روان ۲۰۲۴ کال راتلونکې فبروري مياشت ډېره بوخته ده. دې مياشت کې افغانستان له شري لنکا سره ټولې اووه سيالۍ لري چې د فبروري پر دویمه نېټه پيلېږي او تر ۲۱ به دوام وکړي. همدارنګه له ايرلنډ سره هم يوه ټېسټ لوبه ترسره کوي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې له شري لنکا سره لومړنۍ سيالي ټېسټ لوبه ده چې د فبرورۍ مياشتې پر دويمه نېټه د دغه هېواد په کوربتوب په پلازمېنه کولمبو کې ترسره کېږي.
له دې وروسته د دريو يو ورځنيو لوبو لړۍ د فبروۍ پر نهمه پيلېږي چې تر ۱۴ نېټې به دوام وکړي. ټاکل شوې دغه يو ورځنۍ لوبې د کېنېډي په پالکلي لوبغالي کې ترسره شي.
د يو ورځنيو لوبو له پای ته رسېدو سره د دريو شل اوريزو لوبو لړۍ پيلېږي چې لومړنۍ يې د فبروۍ پر ۱۷، دويمه پر ۱۹ او وروستۍ هغه د فبرورۍ پر ۲۱ په ډمبولا کې پلان شوې دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ په وينا له شري لنکا سره د سياليو د مالي ملاتړ حقوق سوپر کولا او اتصالاتو مخابراتي شرکت ترلاسه کړي دي.
له شري لنکا سره د سياليو له بشپړېدو وروسته د فبرورۍ پر ۲۷ مه افغان ملي لوبډله په خپل کوربتوب په متحده عرب اماراتو کې له ايرلنډ سره ټېسټ لوبه پیلوي.
د افغانستان او ايرلنډ تر منځ دری يو ورځنۍ او دری شل اوريزې لوبې د مارچ په مياشت کې ترسره کېږي.
افغانستان تېره مياشت له هند سره دری شل اوريزې سيالۍ لرلې چې دری واړه هند وګټلې.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، له بېلابېلو هېوادونو سره د دغو لوبو چمتو کول او د تمريناتي کمپونو جوړول د شل اوريز نړيوال جام د چمتوالي لپاره دي.
ټاکل شوې د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام د روان کال د جون پر لومړۍ نېټه د امریکا او وېسټ انډيز په کوربتوب پيل شي.
د دغه نړیوال جام لپاره لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوې، چې هره ګروپ کې پنځه – پنځه لوبډلې دي.
افغانستان له نیوزیلنډ، وېسټ انډيز، یوګانډا، پاپووا نيو ګيني سره په يوه ګروپ کې دی.
د اعلان شوي مهالوېش له مخې، افغانستان د جون پر درېیمه له یوګانډا، د جون په اوومه له نیوزیلنډ، د جون په ۱۳مه له پاپووا نيو ګيني، د جون په ۱۷مه له کوربه وېسټ انډیز سره لوبې ولري.