د سوریې جګړې له پیل وروسته بشارالاسد لومړی ځل د عرب لیګ په سرمشریزه کې ګډون کوي

د خپرېدو وخت
بشارالاسد د پنجشنبې پر شپه د سعودي عرب جده ښار ته ورسېد

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بشارالاسد د پنجشنبې پر شپه د سعودي عرب جده ښار ته ورسېد

له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې لومړی ځل دی چې د عربي هېوادونو د ټولنې یا عرب لیګ په سرمشریزه کې د سوریې ولسمشر بشار الاسد هم ګډون کوي.

سوریه ۱۲ کاله وړاندې وروسته له هغه له دې ټولنې وایستل شوه چې حکومت ضد مظاهره چیان یې وځپل، خو څو ورځې وړاندې په دې ټولنه کې بېرته غړیتوب ورکړل شو.

اوس د سوریې ولسمشر بشار الاسد د سعودي عربستان د پاچا په شخصي بلنه په دې سرمشریزه کې ګډون کوي.

ولسمشر بشارالاسد د پنجشنبې پر شپه د سعودي عرب ساحلي ښار جده ته ورسېد.

له دې مخکې پر چهار شنبه د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د عرب لیګ عمومي منشي احمد ابولغیث وویل، دی هیله من دی چې ''د غړیتوب بېرته ترلاسه کول به د سوریې لپاره د دې هېواد د کړکېچ پای ته رسېدو پیلامه وي.''

د سعودي بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان السعود هم عرب لیګ ته د سوریې ستنېدو هرکلی وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سیمې هېوادونو او په تېره بیا د ریاض او تهران ترمنځ اړیکې ښې شوې دي.

د عرب لیګ سازمان ۲۲ غړي هېوادونه په دې سرمشریزه کې چې کوربتوب یې سعودي عربستان کوي ګډون لري او غواړي چې دا ځل دا غونډه یوازې په خبرو او سیاسي شعارونو پای ته و نه رسېږي.

د سعودي چارواکي هیله من دي چې په دې سرمشریزه کې به په جدیت سره په سیمه کې د امنیتي او خوراکي توکو په اړه د اندېښنو په هکله خبرې وشي، څو دا غونډه بې پایلې نه وي.

د سوریې په کورنۍ جګړه کې نژدې نیم میلیون خلک وژل شوي، ښارونه ویجاړ شوي او میلیویونونه انسانان کډوال شوي دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سوریې په کورنۍ جګړه کې نژدې نیم میلیون خلک وژل شوي، ښارونه ویجاړ شوي او میلیویونونه انسانان کډوال شوي دي.

خو یو شمېر خلک او څارونکي د عربي هېوادونو د ټولنې یا عرب لیګ دې سرمشریزې ته د شک په سترګه ګوري. دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان ژمنه کړې چې دا به یوه استثنايي سرمشریزه وي او په عربي هېوادونو کې به د عمل کولو یو نوی پړاو پرانیزي.

عربي مشران په جده کې په دې سرمشریزه کې د سولې له روحیې سره ګډون کوي او لویه نښه یې دا ده چې د بشارالاسد په مشرۍ سوریه بېرته دې ټولنې ته ستنه شوې او اوس یې په سرمشریزه کې ګډون لري. د شننونکو له نظره په دې ناسته کې به د اسرائیلو د پوځ لخوا پر غزې تراړې له وروستیو بریدونو سره سره د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د مسایلو په اړه خبرې و نه شي.

د سیمه ییزو رسنیو د رپوټونو له مخې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، د فلسطنیانو مشر محمود عباس، د بحرین پاچا حماد، د لبنان لومړی وزیر نجیب میقات او ځیني نور عرب مشران وار دمخه جدې ته رسېدلي دي.

خو داسې ښکاري چې د عرب لیګ ټول غړي هېوادونه دې ټولنې ته د سوریې له ستنېدو خوښ نه دي. د قطر بهرنیو چار وزیر په دوحه کې یوې خبري غونډې ته وویل، د مخالفت غږ یې ځکه پورته نه کړ، چې په وینا یې ''نه غواړي د عربي هېوادونو له همغږۍ سره مخالفت وکړي.''

د امریکا متحدو ایالتونو ویلي، دوی ''باور نه کوي، چې سوریه د بیا منل کېدو وړتیا لري.''