واشنګټن: دمشق له عربي ټولنې سره د بېرته یوځای کېدو وړتیا نه لري

Arab League

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

واشنګټن د عرب لیګ لخوا د سوریې د بېرته منلو پر پرېکړه نیوکه کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، دمشق له دې ټولنې سره د بېرته یوځای کېدو وړتیا نه لري.

د عربي هېوادونو د رسنيو پر بنسټ قاهره کې د عربي ټولنې په غونډه کې د ٢٢ غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو نن (۰۷/۰۵/۲۰۲۳) له رايې ورکولو پرته هوکړه وکړه، چې سوريه یادې ټولنې ته بېرته ورګډه شي.

د عربي ټولنې د عمومي منشي ویاند جمال رشدي هم دا خبره تایید کړې ده.

د عربي ټولنې دا پرېکړه د تړلو دروازو تر شا په يوه غونډه کې شوې او ژر به عملي شي.

په دې توګه به د سوریې پلاوی په راتلونکې میاشت کې د ریاض په غونډه کې ګډون وکړی.

ویل شوي، چې قطر په سوریه کې په بشپړ ډول د کړکېچ له هواري مخکې د دې هېواد د منلو خلاف و.

په وروستیو میاشتو کې له عربي هېوادونو سره د سوریې اړیکې بدلې شوې وې.

کابو پنځه اونۍ مخکې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر له دولسو کلونو وروسته قاهرې ته لاړ او څه کم دوه اونۍ وروسته یې له سعودی عربستان څخه لیدنه وکړه.

له دې یوه اونۍ وروسته د سعودی د بهرنیو چارو وزیر دمشق ته لاړ او له بشارالاسد سره یې وکتل.

جامعة الدول العربية

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د نهو عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران تېره میاشت (جمعه د اپریل ۱۴) د سعودي عربستان په جده ښار کې سره ورټول شوي وو چې سوریه یو ځل بیا خپلې ټولنې سره وتړي

دمشق په دې وروستیو کې له تونس سره بشپړې دیپلوماتیکې اړیکې بیا پیل کړې.

پرون هم سوریې له عمان سره د همکارۍ د پراختیا په موخه یوه هوکړه لاسلیک کړه.

تېره اوونۍ د سعودي عربستان، عراق، اردن، مصر او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو په اردن کې د اړیکو د عادي کېدو او د کډوالو پر راستنېدو خبرې وکړې.

دې ناسته کې سوریې ژمنه وکړه، چې اردن او نورو ګاونډیو هېوادونو ته د نشه‎ يي توکو د قاچاق پر وړاندې لا جدي ګامونه پورته کړي.

په ۲۰۱۱ کال کې سوریه له عرب لیګ څخه له دې کبله بهر کړلی شوه چې بشار الاسد د خپل حکومت پروړاندې لوی لاریون په ډېر تاوتریخوالي سره وځاپه.

بشارالاسد د سوریې په دولس کلنه جګړه کې د ایران او روسیې ملاتړ درلود خو د منځني ختیځ د ګڼو عربي هېوادونو له خوا په شا وتمبول شو.

د سوریې کورنۍ جګړې له نیم میلیون زیات کسان ووژل او له ۵ میلیونه زیات کسان یې کډوالۍ ته اړ کړل.

اوس نږدې ټوله سوریه د بشارالاسد تر واکمنۍ لاندې ده.