تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زلمی د عکس اخیستو پرمهال له ۱۰۰ فوټه لوړې پرښې راولوېد
یو دیارلس کلن زلمی چې له یوې ۳۰ متره لوړې پرښې رالوېدلی و، ژوندی پاتې شوی دی.
ژغورونکي شاوخوا دوه ساعته د ویټ کافمن پر ژغورلو لګیا وو. پېښه د امریکا اریزونا ایالت ګرنډ کانین درې په یوه سیاحتي سیمه کې تېره سې شنبه شوې وه.
مرستندویانو ویټ کافمن روغتون ته لېږدولی او له درملنې وروسته کور ته لېږل شوی.
د رالوېدو په پایله کې د کافمن ژامه او یو لاس مات شوي.
کافمن یوه سیمه ییز تلوېزیون ته ویلي، پر پرښه پرلت ناست و، یو لاس یې پر پرښه نیولی و او وښویېد.
نوموړي روغتون کې فینکس تلوېزیون ته وویل: "له لوېدو وروسته، زما نور هېڅ په یاد نه دي پاتې شوي".
"یوازې یو څه په یاد لرم چې را پاڅېدم امبولانس/ چورلکه کې وم".
د هغه ټپونو کې د ملا تیر کې نهه ځایونه مات شوي او سږي یې هم کار پرېښی.
د هغه په ژغورنه کې د بېړنیو چارو لسګونه کارمنان ښکېل وو.
دی له خپلې کورنۍ سره ګرنډ کانین ته تللی و.