زلمی د عکس اخیستو پرمهال له ۱۰۰ فوټه لوړې پرښې راولوېد

ګرنډ کانین

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

یو دیارلس کلن زلمی چې له یوې ۳۰ متره لوړې پرښې رالوېدلی و، ژوندی پاتې شوی دی.‌

ژغورونکي شاوخوا دوه ساعته د ویټ کافمن پر ژغورلو لګیا وو. پېښه د امریکا اریزونا ایالت ګرنډ کانین درې په یوه سیاحتي سیمه کې تېره سې شنبه شوې وه.

مرستندویانو ویټ کافمن روغتون ته لېږدولی او له درملنې وروسته کور ته لېږل شوی.

د رالوېدو په پایله کې د کافمن ژامه او یو لاس مات شوي.

کافمن یوه سیمه ییز تلوېزیون ته ویلي، پر پرښه پرلت ناست و، یو لاس یې پر پرښه نیولی و او وښویېد.

نوموړي روغتون کې فینکس تلوېزیون ته وویل: "له لوېدو وروسته، زما نور هېڅ په یاد نه دي پاتې شوي".

"یوازې یو څه په یاد لرم چې را پاڅېدم امبولانس/ چورلکه کې وم".

د هغه ټپونو کې د ملا تیر کې نهه ځایونه مات شوي او سږي یې هم کار پرېښی.

د هغه په ژغورنه کې د بېړنیو چارو لسګونه کارمنان ښکېل وو.

دی له خپلې کورنۍ سره ګرنډ کانین ته تللی و.‌