'زه په ازموینو کې د ځوابونو لیکلو له لارې د خلکو ژوند کې بدلون راولم'

    • Author, سوامي ناتھن ناتراجن
    • دنده, د بي بي سي نړیوالو خپرونو څانګه
  • د خپرېدو وخت
پشپا

د عکس سرچینه، pushpa

په ۲۰۰۷ کال کې یوه نابینا کس له پشپا وغوښتل چې د هند بنګلورو ښارو له سړکه تېرېدو کې ورسره مرسته وکړي. له دې وروسته هغه کس له پشپا یوه بله غوښتنه وکړه، چې د دې ژوند کې یې لوی بدلون راوست.

هغه پوښتنه دا وه چې ایا دا کولای شي د هغه د دوست لپاره ازموینه کې لیکنه وکړي؟ پشپا وايي، هغه وخت یې ومنله، خو د ازموینې ورځې له راتګ سره یې خواشیني ځکه ډېره شوه، چې د لیکوالۍ هېڅ تجربه یې نه درلوده.

د بنګلورو یوه باغ کې پر لرګینې څوکۍ ناستې پشپا د هغو ورځو له یاد سره وویل، درې ساعته یې اضطراب ځکه پرلپسې زیاتېده چې کاندیدې خورا سوکه خبرې کولې او بیا بیا یې له ما غوښتل چې په پارچه کې لیکلې پوښتنې ولولم. بالاخره یې له ۱۹ کلنې هیما سره تر ډ‌ېره بریده مرسته وکړه، چې د ښوونځي په ارزونه کې بریالۍ شي.

له هغه وروسته د نابینا کسانو د خیر، ښېګړې یوې ادارې بیا بیا له پشپا غوښتنه وکړه او په تېرو ۱۶ کالو کې دې په داسې ۱۰۰۰ ارزونو کې له نابینا کسانو سره مرسته کړې چې ارزونه کې پوښتنې حل کړي. دا وايي، ''د امتحان تالار د دویم کور په څېر راته ښکاري.''

پشپا د دا ډول مرستې بدل کې حق الزحمه نه اخلي.

پشپا

د عکس سرچینه، PUSHPA

پشپا د ښوونځي او کانکور له امتحانونو سره سره له نابینا کسانو سره د دولتي دندو لپاره د اخیستل کېدونکو ارزونو لړ کې هم مرسته کړې.

دا وايي: ''دا مې اوس معمول دی، هېڅ وارخطايي نه لرم.''

د نوموړې په وینا دې سره یې له تاریخه نیولې تر ریاضي پورې بېلا بېلو مضامینو کې خپل معلومات هم خورا زیات شوي دي. پشپا د نابیناوو تر څنګ د دماغي فلج، ډاون سنډروم، آتزم، ډیسلیکسیا او حادثاتو له کبله معلول شویو زدکوونکو او محصلینو سره هم مرسته کړې. په لومړیو ورځو کې د دماغي فلج ناروغانو په وضعیت پوهېدل ورته ستونځمن و.

دا وايي: ''زه یې د شونډو خوځښت ته ګورم او بیا یې ځوابونه لیکم، دا اسانه چاره نه ده.''

د کارتک لپاره چې په ګرځنده څوکۍ کې ناست وي، پشپا په ریکارډ کچه ازموینو کې ځوابونه لیکلي. دا وايي، د ښوونځي له وروستي کاله بیا د سوداګریزو زدکړو د فراغت تر مهاله یې د کارتک لپاره د ۴۷ ازموینو ځوابونه لیکلي. دوی دواړو په یوه سخته ګړۍ کې یو بل لیدلي.

کارتک د لومړنۍ لیدنې په هکله وايي: ''زما د ښونځي امتحان و، پشپا د یوه بل کس ځوابونو لیکنې لپاره راغلې وه، له ما سره یو بل لیکونکی و، هغه ناڅاپه لاړ، بیا پشپا د خپل کار له ختمولو وروسته راغله او زما لپاره یې ځوابونه ولیکل.''

دغه ۲۵ کلن ځوان وايي، د هغې مرستې لپاره چې تر کلونو، کلونو یې ورسره کړې، د پشپا ډېر منندوی دی.

کارتک وايي، د کمپیوټر پر دړه یې ګوتې چټکې نه ګرځي، دی ځای بختور بولي چې د پشپا په څېر مرستندویه یې موندلې. کارتک اوس فارغ شوی او د دولتي ماموریت لپاره ازموینې ته چمتوالی کوي.

پشپا

د عکس سرچینه، PUSHPA

پشپا وايي، له ګڼ شمېر کسانو سره یې د ازموینو په ځوابولو کې مرسته کړې او دا هر یو کس ځانګړې کیسه لري. د سږکال مارچ کې دې د ۱۹ کلنې نابینا بهومیکا والمیکي لپاره د پوهنتون ازموینې ځوابونه ولیکل. بهومیکا د لوست لپاره داسې الات کاروي چې لیکلي توري په غږ بدلوي او په لوست کې ورسره مرسته کوي، خو د هند تعلیمي نظام لا هم په ازموینو کې د داسې الاتو کارولو ته چمتو نه دی.

بهومیکا په احساساتي انداز وايي: ''زه هله په ژوند کې پرمختګ کولای شم، چې پشپا زما لپاره (د ازموینې ځوابونه) ولیکي. دې په خورا زغم له ماسره همکاري وکړه، زما د ځوابونو بشپړېدو تر وخته یې انتظار وکړ، زما پام یې بل لور ته نه کړ، او د ځوابونو له لیکلو مخکې به راته تکرارول.''

پشپا وايي، هغه ډېری کسان چې دا ورسره مرسته کوي، د ازموینو لپاره سخت زیارباسي، خو مانا یې دا هم نه ده، چې د خواخوږۍ له مخې دا ورسره د پوښتنو په سم ځواب کې مرسته وکړي. دا وايي، کله چې دوی د ناسم ځواب په نښه کولو خبره کوي، یا داسې جمله وايي، چې د ګرائمر له مخې ناسمه وي، دا پکې لاسوهنه نه شي کولای. خو دا وايي، له هغو کاندیدانو سره پر پوښتنو پوهېدو کې مرسته کوي، چې په انګلیسي ژبه ښه نه پوهېږي.

د هر کاندید لپاره یو څارونکی او یوه کمره فعال وي او لیکونکي د داسې هېڅ یوه مضمون د ځوابونو لیکلو اجازه نه لري، چې خپله یې په هغه برخه کې د پوهنتون په کچه زدکړې کړې وي.

د پشپا خپله کورنۍ خورا بې وزلې ده، پلار یې په یوه پېښه کې مړ شوی او مور یې د دې او یوه ورور پالنه کړې. دا وايي: ''یو وخت داسې هم راغی چې د بیوزلۍ له کبله زه او ورور مې له ښوونځي محروم پاتې شو.''

دا وايي، یوه ناپېژاند کس یې د ښوونځي فیس پرې کړ او اوس ځکه له نورو سره مرسته کوي چې د خپل محسن د احسان پور پرې کړي.

پشپا

د عکس سرچینه، PUSHPA

د ښوونځي زدکړو له بشپړولو وروسته دې او ورور یې د بارچالانۍ په یوه شرکت کې دنده ومونده او له کوره یې د کمپیوټر سائنس برخه کې زدکړې وکړې.

د پشپا پلار په ۲۰۱۸ کال کې مړ شو او په ۲۰۲۰ کال کې یې بیا ورور هم ومړ، چې تر اوسه یې د مړینې لامل معلوم نه دی. دا وايي، وروستي کلونه یې د ژوند سخت کلونه وو. دا زیاتوي، ''په ۲۰۲۱ کال کې مې مور مړه شوه او د همدې کال په اګست کې مې ۲۳ ازموینو کې ځوابونه ولیکل، چې د خپل غم په غلطولو کې یې راسره تر ډېره مرسته وکړه.''

د دې کار او زیار په اوبو لاهو نه شول، بلکې د نورو ښځو ځواکمنولو لپاره د هند ملي جائزه ورکړل شوه. دا وايي: ''د هند ولسمشر د ۲۰۱۸ کال د مارچ پر اتمه جایزه راکړه.''

دې له نورو جائزه ګټونکو سره یو ځای د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سره ولیدل.

پشپا اوس د ټيک سټارټ په نامه اپلیکشن سره دنده لري او د خلکو هڅونې په پار ویناوې کوي. خو اوس هم د هغو کسانو لپاره ازموینو کې ځوابونه لیکي چې خپله لیکل نه شي کولای. پر پنځو ژبو (تمیل، کنړ، انګلیسي، تیلګو او هندي) د پوهېدو مانا دا ده، چې ګڼ شمېر کاندیدان یې مرستې ته لېوال دي.

دا وايي: ''زه خپل وخت او انرژي مصرفوم، که د چا لپاره د ازموینو ځوابونه لیکم، د هغوی په ژوند کې بدلون راځي.''