زېلېنسکي له فرانسې، جرمني او بریتانیا جنګي جټونه وغوښتل

د عکس سرچینه، EPA
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د لندن تر ناڅاپي سفر وروسته پاریس کې د فرانسې او جرمني له مشرانو سره کتلي او دوی ته یې هم د جنګي جټ الوتکو غوښتنه مخ کې اېښې.
دغو لیدنو کې اوکرایین سره د مرستو د دوام ژمنه شوې.
د فرانسې ولسمشر اېمانیول مکرون او د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز یو ځل بیا دا ټینکار هم کړی چې روسیه باید اوکرایین کې روانه جګړه ونه ګټي.
ټاکلې د اوکرایین ولسمشر نن پنجشنبه بروکسل کې د اروپايي ټولنې نورو مشرانو سره هم وګوري او ویل شوي چې له هغوی به هم د جنګي الوتکو غوښتنه وکړي.
ښاغلی زېلېنسکي پر دې باور دی چې ځواکونه یې د روسیې پر وړاندې مقابلې او بریا لپاره پر لیپارډ-۲ ټانکونو سربېره چې لوېدیزو هېوادونو یې ورسره ژمنه کړې، اوږد واټنه توغندیو او جټونو ته هم اړتیا لري.
هغه چارشنبې ماښام مهال پاریس کې له ښاغلي مکرون او ښاغلي شولز سره ګډې خبري ناستې ته وویل، فرانسه او جرمني دا وړتیا لري چې اوکرایین ته د ټانکونو، پرمختللو جنګي الوتکو او اوږد واټن وېشتونکو توغندیو په ورکړې سره د روسیې پر وړاندې د جګړې لوبه بدله کړي.
هغه دې ته په اشارې چې دغو مشرانو سره لیدنه کې د جټونو د مرستې پر موضوع بحث شوی، خبردرای ورکړ چې د دغو وسلو برابرېدو ته "وخت ډېر لږ" پاتې دی.
ښاغلي مکرون وویل اوکرایین د فرانسې پر ملاتړ حساب کولی شي او دا چې هېواد یې بریا او خپلو مشروع حقونو ته رسېدو کې د اوکرایین مرستې ته ژمن دی.
د جرمني لومړي وزیر وویل "دا دریځ نه دی بدل شوی چې روسیه باید دا جګړه ونه ګټي."
تر اوسه دا لا روښانه نه ده چې دغه هېوادونه به اوکرایین ته د جنګي جټونو د ورکړې ژمنه هم وکړي، که څنګه.
د اوکرایین ولسمشر چارشنبه پاریس کې له ایمانیول مکرون او اولاف شولز سره تر کتو مخکې لندن کې د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک سره لیدلي او د بریتانیا پارلمان ته وینا کړې وه.
هغه لندن کې هم له چارواکو وغوښتل چې جګړه کې د ملاتړ لپاره جنګي جټ الوتکې ورکړي.
ښاغلي زېلېنسکي په وېسټ منسټر تالار کې د بریتانیا پارلمان راغونډو شویو غړو ته وویل "خپلواکي به یې وګټي – پوهېږو چې روسیه به یې وبایلي."

د عکس سرچینه، PA Media
د بریتانیا د لومړي وزیر دفتر وروسته وویل دفاع وزیر بېن والېس د دې پر ارزونه بوخت دی، چې بریتانیا اوکرایین ته کومې الوتکې ورکولی شي.
خو د ښاغلي سوناک دفتر له دې سره پر دې هم ټینګار کړی چې دا ګواکې "یوه اوږدمهاله حل لار" ده او دا چې د پیلوټانو روزل کلونه وخت اخیستی شي.
روسیې ګواښ کړی چې که څوک اوکرایین ته الوتکې ورکړي د مسکو "غبرګون" به وګوري.





















