پوتین: له ۸۰ کلونو وروسته بیا له جرمني ټانکونو سره مخامخ یو

Russian President Vladimir Putin

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې د ستالینګراد ښار د جګړې پای ته رسېدو د ۸۰ ېمې کلیزې په تړاو وینا کې پر اوکرایین خپل یرغل د نازي جرمني پر وړاندې جګړې سره پرتله کړی.

هغه د جرمني لخوا تازه اوکرایین ته د لیپارډ ټانکونو د استولو پرېکړې ته په اشارې ویلي، تاریخ بیا تکرارېدونکی دی.

ښاغلي پوتین وویل "باور وړ نه، خو رښتیا ده. موږ یو ځل بیا د جرمني د لیپارډ ټانکونو په وسیله ګواښل کېږو."

جرمنې د ګڼو نورو هېوادونو په څېر اوکرایین سره د روسیې یرغل پر وړاندې د خپلې خاورې دفاع کې مرسته کوي.

لوېدیځو هېوادونو تر هغې وروسته د اوکرایین ملاتړ ته مټې رانغښتې، چې روسیې پرې نږدې یو کال مخکې پراخ پوځي یرغل وکړ.‌

ښاغلي پوتین ولګوګراد یا پخواني ستالینګراد کې د وینا پر مهال اوکرایین او لوېدېځ ته تلویحآ ګواښ وکړ چې مسکو ښايي د کیېف ملاتړ ته د درنو وسلو د استول کېدو غبرګون کې یوازې د متعارفو وسلو پر کارېدو بسنه ونه کړي.‌

نوموړي وویل "هغوی چې هیله لري روسیه به د جګړې ډکر کې ماته کړي، داسې ښکاري پر دې نه پوهېږي چې روسیې سره به عصري جګړه بیخي بدله وي. موږ مو ټانکونه د دوی پولو ته نه وراستوو، خو د ځواب ویلو لارې لرو. دا ځواب به یوازې په درندو زغره وال وسلو پورې محدود نه وي. ټول باید پر دې وپوهېږي."

President Putin laid a wreath at the Mamayev Kurgan memorial complex in Volgograd

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ولسمشر پوتین د ستالینګراد جګړه د وژل شویو سرتېرو درناوي لپاره د ګلو ګېډۍ کېښوده

د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف که څه هم وروسته رسنیو سره خبرو کې د ولسمشر پوتین پر دغو څرګندونو له تبصرې په څنګ تېر شو، خو ویې ویل "دا چې لوېدیځ بلاک نوې وسلې استولي دي، روسیه به هم ځواب ویلو لپاره د خپلې وړتیا کارول ډېر کړي."

ولادیمیر پوتین د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې د ستالینګراد جګړې د پای ته رسېدو د کلیزې په تړاو جوړو شویو مراسمو کې ګډون لپاره ولګوګراد ته تللی و.

د ستالینګراد جګړه د دویمې نړیوالې جګړې تر ټولو خونړی جنګ بلل کېږي چې تر یو میلیون ډېر کسان پکې ووژل شول.

د پخواني شوروي اتحاد پوځ دغه جنګ کې د نازي جرمني نږدې ۹۱ زره سرتېري اسیر ونیول او د دویمې نړیوالې جګړې لوری یې بدل کړ.

ښاغلي پوتین پر اوکرایین له برید راهیسې د تېر یوه کال اوږدو کې تل دا هڅه کړې چې د روسیې یرغل د ملتپالو او نازیانو پر وړاندې جګړه وښيي.

هغه تور پورې کوي چې ګواکې کیېف کې د حکومت مشري د همداسې کسانو لاس کې ده.

نوموړی پنجشنبه ولګوګراد کې د وینا پر مهال هم پر همدغه ټکي تم شو.

Russian President Vladimir Putin

د عکس سرچینه، EPA

هغه وویل "له بده مرغه موږ اوس یو ځل بیا ګورو چې د نازیزم ایډیالوژي په عصري بڼه کې، له نویو مرامنامو سره زموږ د هېواد امنیت ته نېغ په نېغه ګواښونه پېښوي."

نوموړي زیاته کړه "موږ بیا بیا اړ کېږو چې د لوېدیځ جمعي تېری په شا وتمبوو."

ښاغلي پوتین دې ته په اشارې سره چې ګوندې روسیه د جرمني د ټانکونو په وسیله ګواښ کېږي، وویل، مسکو هر هغه هېواد ته ځواب لري، چې ګواښ ورته پېښوي.

پوتین د والګوګراد د سفر پر مهال د پخواني شوري اتحاد د هغه مارشال پر قبر د ګلو ګېډۍ کېښوده چې د دغه ښار د دفاع مسوولیت یې درلود او بیا په دې جګړه کې د وژل شویو کسانو درناوي لپاره د دوی په یاد جوړ شوي مرکزي کمپلکس ته ولاړ.

د ولګوګراد زرګونه اوسېدونکي هم د جوړو شویو پوځي مراسمو لیدو لپاره سړکونو ته راوتلي وو.‌