ګوادر کې پر چینايي انجنیرانو برید؛ چاڼیزو عملیاتو کې دوه بریدګر وژل شوي

د خپرېدو وخت

پاکستاني امنیتي چارواکو ویلي، د یکشنبې په ګهیځ د بلوچستان ګوادر کې د چینايي انجنیرانو پر کاروان له برید او ډزو وروسته په چاڼیزو عملیاتو کې دوه بریدګر وژل شوي درې نور ټپیان شوي او د نورو بریدګرو لټون روان دی.

د چین حکومتي رسنۍ 'ګلوبل ټایمز' ویلي، د چینايي انجنیرانو پر لېږدوونکي کاروان ډزې شوې چې یو چینایی پکې ټپي شوی دی.

سرچینه وايي، په درو زغره والو ګاډو کې ۲۳ چینانیان سپاره وو، چې دګوادر کې د پولیسو تهاڼې ته څېرمه ډزې پرې وشوې او بیا چاودنه وشوه او د ګاډي ښيښې ماتې شوې.

'ګلوبل ټایمز' وايي، کراچۍ کې د چین کونسلګرۍ د یکشنبې په ورځ له برید وروسته چینايي اتباعو ته د ځان د خوندیتوب سپارښتنه کړې او ترې غوښتي یې دي چې د امنیتي وضعیت له کبله بې‌ضرورته بهر ته ونه وځي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګړې په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، کله چې امنیتي ځواکونو ته د ترهګرو د شتون خبر ورکړل شو، امنیتي ځواکونو هلته عملیات پیل کړل چې په پایله کې یې د دواړو لورو ترمنځ ډزې تبادله شوې.

ویل کېږي امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

د برید مسؤلیت

په ورته وخت کې، په یوه بیان کې وسله والې ډلې د بلوڅ د ازادۍ پوځ یا بي اېل اې ګوادر کې د ننني برید مسؤلیت منلی او د څلورو چینايانو په ګډون یې د نهو امنیتي سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.

خو د ګلوبل ټایمز د رپوټ له مخې، په برید کې کوم چینايی وګړی ټپي شوی نه دی.

په ورته وخت کې د عیني شاهدانو په وینا، د یکشنبې په ورځ د ګوادر غریب کالونۍ کې د هوايي ډګر سړک ته څېرمه د ډزو خبر ورکړل شوی.

د برید په سیمه کې د قضايي کمپلکس سربېره ځینې نورې مهمې دولتي ودانۍ هم شته.

دا برید یوه ورځ وروسته تر هغه شوی، چې د پاکستان مخکني پارلمان کې د اپوزیسیون مشر راجه ریاض وویل، د لنډمهالي لومړي وزیر په توګه د انوار الحق کاکړ په نامه موافقه شوې ده او ولسمشر عارف علوي یې د چارسمبالي لومړي وزیر په توګه له انتصاب سره موافقه کړې ده.

Skip content and continue reading

End of content

دا لومړی ځل نه دی چې ګوادر کې د ناامنیو رپوټ ورکول کېږي. د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر پر ۱۵مه (د ۱۳۹۹ د تلې ۲۴مه) هم د ګوادر ضلعې په اورمړه سیمه کې د تېلو او ګازو ایستلو پر یوې کمپنۍ برید شوی و چې د ملېشه ځواک اته سرتېري او اوه ولسي ساتونکي پکې وژل شوي وو.

او تر هغه وړاندې، د ۲۰۱۹ د مې پر ۱۱مه، هم ګوادر کې پر پرل کانټننټل هوټل برید کې درې بریدګر وسله وال وژل شوي وو.

د برید مسؤلیت د پاکستاني طالبانو بلوڅ لېبرېشن ارمي منلی و.

د ۲۰۱۵ کال د اګسټ پر ۳۰مه هم د ګوادر سیمې پر جیواني هوايي ډګر برید کې یو کارکوونکی او یو انجنینر تښتول شوي وو.

ګوادر په پاکستان کې د څو میلیارده چینايي پانګونې مرکزي سیمه ده. څو کاله وړاندې د پاکستان او چین واکمنو د بلوچستان له ګوادره د چین تر کاشغر سیمې پورې د یوې لويې اقتصادي لارې پروژه پېل کړې ده او دغه پروژه پاکستان د خپل اقتصاد د پياوړي کېدو د ملا تیر بولي.

بلوچستان چې له اوږدې مودې راهیسې پکې د وسله والو فعالیتونه روان دي، د پاکستان تر ټولو وروسته پاتې ایالت بلل کېږي.