تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګوادر کې د خلکو ژوند
نن سبا د بلوچستان ګوادر بندر په اړه ښايي ډېر څه اورئ، په تېره بيا وروسته له هغه چې د سيپېک يا د چين او پاکستان اقتصادي دهلېز پروژې کارونه پيل شول. د دغې پروژې له مخې چې تمه ده، چين به په کې په ميليارډو ډالرو پانګونه کوي، ګوادر په سيمه کې په يو مهم سوداګريز بندر اوړي. د سوداګريز ارزښت کيسې يې ښايي ډېرو اورېدلې وي، خو دا چې هلته اوسېدونکي خلک څنګه ژوند لري، په اړه یې کم اورېدل شوي. انيتا جليل يوه ويډيو لاګره، يا خپروندويه ده، چې ګوادر کې د ژوند او د خلکو په اړه ويډيوګانې جوړوي او پر يوټيوب يې خپروي. دا يې خپله کيسه کوي.