انوار الحق کاکړ د پاکستان د چارسمبالي لومړي وزیر په توګه غوره شوی

د خپرېدو وخت

د پاکستان مخکني پارلمان کې د اپوزیسیون مشر راجه ریاض ویلي، چې د لنډمهالي لومړي وزیر په توګه د انوار الحق کاکړ په نامه موافقه شوې ده.

دی وايي، انوار الحق کاکړ به سبا خپله لوړه وکړي.

انوارالحق کاکړ یو تجربه کار بیوروکرات بلل کېږي، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د پاکستان سنا مجلس ته لار ومونده.

راجه ریاض له رسنیو سره خبرو کې ویلي، لومړي وزیر او د اپوزیسیون مشر په ګډه سپارښتنه لاسلیک کړې ده او د ‌پاکستان ولسمشر ته یې استولې ده.

پاکستان کې پر موقت لومړی وزیر هوکړه یوه ورځ وروسته تر هغه وشوه، چې ددغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف او د اپوزیسیون د مشر راجا ریاض ترمنځ د جمعې په ورځ بیا د سرپرست لومړي وزیر ټاکلو په موخه دویمه ناسته په پام کې نیول شوې وه.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د چارسمبالي لومړي وزیر په توګه د انوار الحق کاکړ له انتصاب سره موافقه کړې ده.

د ښاغلي علوي پر ټویټر یو انځور خپور شوی چې ولسمشر پکې د لنډمهالي لومړي وزیر د انتصاب پاڼه لاسلیکوي.

ولسمشر د اساسي قانون د ۲۲۴ اصل له مخې نوموړی تایید کړی دی.

راجه ریاض درې کسان د لومړي وزیر ټاکلو په موخه شهباز شریف ته ور پېژندلي چې یو پکې د پاکستان د سنا د مجلس مشر صادق سنجراني هم دی.

له دې وروسته شهباز شریف له ښاغلي سنجراني سره هم کتلي او د حکومتي بیان له مخې دوی دواړو د هېواد په سیاسي وضعیت تفصیلي خبرې کړې دي.

د پاکستان اوسنی وزیر اعظم چې پارلمان او کابینه یې وار له مخه منحل شوې، وايي " حکومت یې د قانون سره سم پر خپل وخت ختم شوی او اوس دا په ټاکنو کمېسیون پورې اړه لري چې د ټاکنو پرېکړه وکړي."

وړمه ورځ د پارلمان له منحلېدو وروسته د قانون له مخې باید تر درېیو ورځو پاکستان کې چارسمبالی حکومت اعلان او چارې سرپرست لومړي وزیر ته وسپارل شي.

پاکستان کې ټیک دوه ورځې د سیاستوالو ترمنځ د چارسمبالي لومړي وزیر ټاکلو لپاره لیدنې کتنې ګرمې شوې وې.