د هغې روسۍ جوړې کیسه چې د اوکرایین لپاره يې جاسوسي کوله

A middle-aged man and woman, sitting in front of a wall and a tree, look at the camera
د عکس تشریح، د پاخه عمر یوه ښځه او سړی، چې یوه دېوال ته ناست دي او کمرې ته ګوري.
    • Author, اېليا برابنوف او انسټېزيا لوټرېوا
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

کله چې سرګي او تاتيانا وورونکوف له روسيې د اوکرايين يوه کوچني کلي ته کډه وکړه، د يوه ارام ژوند هيله يې لرله خو حالات بل ډول شول.

کله چې مسکو پر اوکرايين پراخ يرغل وکړ، دوی په اشغال شوې سيمه کې پاتې شوو او د اوکرايين پوځ لپاره يې د جاسوسۍ کولو پرېکړه وکړه.

وروسته يې د نيول کېدو، پلټنو او د جعلي اسنادو په مرسته اروپا ته د تېښتې کيسه پيل شوه.

په ۲۰۱۴ کال کې له هغه لږ وروسته چې روسيې د کرايميا د لاندې کولو پرېکړه وکړه، دوی له روسيې ووتل.

دغه جوړه له پخوا راهيسې د ولسمشر ولادیمر پوتين له کبله د خپل هېواد راتلونکي په اړه نهيلي شوې وه، خو د کرايميا لاندې کولو او په ختيځ اوکرايين کې د جګړې پيل د دوی لپاره يو مهم بدلون و.

سرګي چې اوس ۵۵ کلن دی وايي، "موږ به د جګړې ضد مظاهرو ته تلو... خو ژر پوه شو چې دا ګټه نه لري".

نوموړی وايي، "ما به ملګرو ته ويل، دا بد کار دی چې موږ کرايميا نیولې او په دونباس [د اوکرايین په ختيځ کې پراخه صنعتي سیمه] کې ښکېل شوي يوو... هغوی به ويل که درته بد ښکاري ځه ووځه. نو موږ هم پرېکړه وکړه چې ولاړ شو".

تاتيانا چې ۵۲ کلنه ده په دونباس کې زيږېدلی، خو لکه د خپل مېړه په څېر د روسيې تابعيت لري. دا وايي د دفتر ملګرو يې د کريملين ضد نظرونو له کبله ښه چلند نه ورسره کاوه او له همدې امله يې هغه مهال دنده پرېښوده چې روسیې کرايميا لاندې کړه.

Sergei and Tatyana in a public square in Moscow, with a fountain and statue behind them. She is wearing a blue and white dress and he is wearing a white T-shirt and jeans.

د عکس سرچینه، FAMILY ARCHIVE

د عکس تشریح، سرګي او تاتيانيا په مسکو کې

دې جوړې پنځه کاله د نوي کور موندلو لپاره اوکرايين ته سفر کاوه. وروسته په ۲۰۱۹ کال کې د نوولوبيميفکا په نامه يوه کلي کې مېشت شول.

دا کلی د زاپوريژيا په سویل ختيځ کې پروت او شاوخوا ۳۰۰ تنه په کې اوسېږي. دوی دلته څاروي روزل. سرګي هم د ځمکو د سروي کوونکي په توګه کار وموند، هغه څانګه چې ده په کې د شوروي پوځ دندې پر مهال تخصص درلود.

بیا د ۲۰۲۲ کال د فبرروۍ پر ۲۴ روسي توغندي د دوی د کور د پاسه تېرل شول.

There are two photos. In the one, Sergei is in the countryside with three dogs. In the other, Tatyana stands in front of a monument decorated in blue and yellow -  the colours of the Ukrainian flag - with the words "Glory to Ukraine" written on it.

د عکس سرچینه، FAMILY ARCHIVE

د عکس تشریح، په یوه تصویر کې سرګي له سپیو سره ښکاري. تاتیانا له یوه یادګار سره ولاړه ښکاري.

تاتاينا وايي، "سهار مې يو غږ واورېد، بهر راووتلم، يو توغندی زموږ د کور له پاسه تېر شو. انټرنېټ مې پرانيست، چې وګورم څه پېښ شوي، هلته لیکل شوي وو چې پر کيېف بمبار شوی دی".

بريدونه روان وو، خو څو ورځې وروسته چې د روسي پوځ يوکاروان د دوی د کور مخې ته تېرېده، تاتيانا پرېکړه وکړه، چې د اوکرايین پوځ ته به یې په هکله معلومات ورکوي.

نوموړې يوه کس ته چې د اوکرايين له امنيتي ادارو سره يې اړيکې لرلې پيغام واستاوه. هغه ورته د یوه ټيليګرام يوه ځانګړي ګروپ لېنک ورکړ او دې ته وويل شول چې د روسيې د جنګي وسايلو او پوځي تجهيزاتو په ځانګړې توګه ټانګونو او توغنديو د سيستم موقعيت په اړه جزيات ور واستوي. دا معلومات به له اوکرايين سره مرسته کوي، چې د روسي ځواکونو ډرونونه او پوځي وسايل په نښه کړي.

تاتيانا وايي، سره له دې چې دوی دواړه روسي وګړي دي دا کار يې "خيانت نه ګاڼه".

دوی ټينګار کوي، کوم معلومات چې دوی ورکړي هېڅکله د ولسي خلکو يا ملکي ودانيو د هدف ګرځېدو لامل نه دي شوي.

سرګي وايي، "يو ځل يو لوی ښکلی هدف و، خو د [اوکرايين پوځ] ويل، موږ پرې برید نه کوو، خلک به زيان وويني."

A line of Russian military trucks driving along a road.

د عکس سرچینه، Anadolu Agency via Getty Images

د عکس تشریح، د روسیې پوځي ګاډو یو کتار د لویې لارې په اوږدو کې.

د دوو مياشتو په موده کې سرګي معلومات راټولول او تاتانيا به د خپل موبايل له لارې لېږل او بيا به يې پيغامونه پاکول.

دوی د ۲۰۲۲ کال تر اپريل پورې تر هغه چې نوولوبيميفکا کې انټرنېټ وو، معلومات استول.

وسله وال کسان به ورتلل او کورونه به يې تلاشي کول، ترې پوښتل به يې چې ولې له اشغال شوي سيمې نه وځي، دوی به ورته ويل "چېرته لاړ شو؟."

هغوی نه غوښتل بېرته روسيې ته ولاړ شي او له روسي اسنادو سره د اوکرايين نورو برخو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېده. تر ټولو مهمه دا چې دوی هلته د "خپل کور احساس" درلود او غوښتل يې د کيېف سره د جګړې په هڅو کې مرستې ته دوام ورکړي. خو دا هر څه د سرګي په نيول کېدو سره بدل شول.

په سړه تکاوۍ کې پوښتنې ګروېږنې

د روسي وګړو په توګه له پيله د روسي امنيتي کسانو پام ور اوښتی و.

خو د تېر کال د اپرېل په پای کې وسله والو سرګي ونيو او په وينا يې هغو کسانو چې پوځي نښې يې نه درلودې، د يوه کور په يخه تکاوۍ کې واچاوه. دا ډېره وړه وه او په ناسته به يې خوب کاوه.

دی وايي، سبا يې مخ او سر ته کڅوړه ور واغوستل شوه او پوښتنې ترې کېدې چې د روسي ځواکونو موقعيتونو په اړه يې اوکرايين ته معلومات ورکړي دي.

ده په پيل کې دا ردول خو څلورمه ورځ يې له دې وېرې چې پر نورو کسانو تشدد ونه شي، اعتراف وکړ.

په همدې وخت کې تاتيانا وايي په بيړه يې د خپل مېړه د موندلو لپاره سيمه وپلټله، روغتونونو او هغو ځايونو ته چې مړي په کې ساتل کېږي زنګونه ووهل.

زوی يې هم چې مسکو ته څېرمه ژوند کاوه له بېلابېلو روسي ادارو سره اړيکه ونیوه.

د سرګي له نيول کېدو لس ورځې وروسته امنيتي ځواکونه د هغه کور ته ورغلل او له باغ څخه ۴۴۰۰ امريکايي ډالر چې د هغوی سپما وه راوايستل.

د هغه له نيول کېدو ۳۹ ورځې وروسته تاتيانا ته د خپل مېړه په اړه معلومات ورکړل شول چې د "روسيې استخباراتي ادارې" د "جاسوسۍ" په تور نيولی دی.

بيا د مې پر ۲۶ مه داسې کسانو چې ځانونه يې د روسيې د استخباراتي ادارې افسران معرفي کول د سرګي اعترافات په ويډيو کې ثبت کړل.

دوې ورځې وروسته د تمې خلاف سرګي ناڅاپه خوشی شو، د موټر چلولو له جواز پرته يې ټول اسناد ترې اخيستي وو.

تراوسه سرګي او تاتيانا نه پوهېږي چې ولې سرګي له اعتراف وروسته خوشی شو.

Two pictures show the side of a modern house and a paved garden with foliage creating a canopy above it.

د عکس سرچینه، FAMILY ARCHIVE

د عکس تشریح، د یوه عصري کورد بېلابېلو برخو دوه تصویرونه

د سرګي له خوشي کېدو وروسته دا جوړه باور لري چې د روسيې امنيتي ادارې هغوی څارل.

بېلابېل موټر به تل د دوی تر کور راګرځېدل او پوښتنه به يې ترې کوله چې دوی څه پلوري.

دوی پوهېدل چې داسې نه پرېښودل کېږي. د اروپا د بشري حقونو له فعالانو سره تر سلا مشوري وروسته هغوی پرېکړه وکړه چې له اشغال شوې سيمې ووځي، لومړی روسيې ته چېرته چې سرګي هیله درلوده نوی پاسپورټ واخلي او بيا له هغه ځايه اروپا ته ولاړ شي.

دوی خپل د کور سامان او توکي په ګاونډي وپلورل.

Two photos - one shows Sergei sitting down with a black and white cat on his lap, and the other shows him walking in the garden with a black dog.

د عکس سرچینه، FAMILY ARCHIVE

د عکس تشریح، په دې دوو تصویرونو کې سرګي له خپلې پیشو او سپي سره لیدل کېږي.

تېښته

کله چې دوی له سیمې ووتل پرېکړه يې وکړه چې د روسي ځواکونو د پوښتنو لپاره يوه پلمi جوړه کړي.

په موټر کې يې سمندر غاړې ته د تلو سامان بار کړ او پلان يې درلود چې ووايي تاتيانا د ساه لنډي ناروغي لري او غواړي د تازه هوا لپاره سمندر غاړې ته لاړ شي، خو په لاره کې دوی چا و نه درول.

د بېلاروس له لارې د وتلو له ناکامو هڅو وروسته سرګي ونه توانېد د ټېلېګرام له لارې جعلي پاسپورټ ترلاسه کړي او له بېلاروس څخه لېتوانيا ته واوښتل.

وېشلې کورنۍ

د لېتوانيا پوله ساتي ځواکونه پوه شول چې د سرګي اسناد جعلي دي او هغه يې له محاکمې مخکې توقيف خونې ته واستاوه.

سرګي وايي، دا بده تجربه نه وه، "د هغه څه پرتله چې زه ورسره مخ شوی یم دا د مېلمستون په څېر و. يوازې دا چې وتلی نشوی. اوونۍ کې دوه ځله ځان مينځلی شوای. بستره بدلېږي او خواړه هم ښه دي".

د لېتوانيا يوې محکمې د جعلي پاسپورت په کارولو مجرم وپېژاند او د ۲۶ ورځو زندان سزا يې ورکړه، کومې چې هغه له وړاندې د توقيف په موده کې تېرې کړې وې.

دوی هيله لري چې په لېتوانيا کې پناه واخلي. اوس د پناه غوښتونکو په يوه خوندي ځای کې ژوند کوي.

A woman pulling a small suitcase approaches a road crossing. There is a barrier, to her left and gates and fences in front of her. There is a red stop sign in the foreground.

د عکس سرچینه، Anadolu Agency via Getty Images

اوکراييني پوځ ورته د مننی يو لیک استولی چې د پناه غوښتنه کې ورسره مرسته وکړي. بي بي سي د دغه لیک يوه کاپي لېدلی ده.

د سرګي ۸۷ کلنه مور لا هم په روسيه کې ژوند کوي. د هغې نظر د خپل زوی سره مخالف دی. د تاتيانا زوی چې لا هم په روسيه کې دی له مور او پلار سره یې اوس اړيکې پرې کړې دي.

د کورنيو اړيکو سربېره دا جوړه ټينګار کوي چې بيا به هېڅکله روسيې ته ستانه نشي.