امنیت شورا پر طالب مشرانو د لګېدلو بندیزونو د څار ډلې کاري موده وغځوله

    • Author, يما بارز
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتو امنیت شورا د افغان طالبانو پر مشرانو د لګولو بندیزونو د څارډلې کاري موده یو کال نوره غځولې ده.

د دې شورا پینځلسو غړو هېوادو دا ګام په یوه خوله ومانه، خو روسیې او چین د طالبانو ځینو مشرانو ته د بهرنیو سفرونو د اجازې پر نه غځېدا خواشینې ښودلې ده.

پر طالبانو د لګېدلو بندیزونو څارډله اته کاله وړاندې جوړه شوې وه، چې د بندیزونو د ماتولو په تړاو شواهد راټولوي او د سرغړونو د پېښو په اړه امنیت شورا ته د مناسبو ګامونو وړاندیز کوي.

د افغان طالب مشرانو پر ضد د بندیزونو د څار ډلې ماموریت په داسې حال کې غځول کېږي چې طالبانو د ټولګډوني حکومت، د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د لګولو محدودیتونو په اړه هېڅ راز نرمښت نه د ی ښودلی.

د ملګرو ملتونو خپرې کړې وینا پاڼه کې راغلي، د امریکا استازې لېنډا توماس ګرینفیلډ له رایې اچونې وروسته، خپلو څرګندونو کې د څارډلې د ماموریت غځېدل وستایل او ویې ویل "د بندیزونو د څارډلې رپوټونه له دې امله مهم دي چې د افغانستان پر حالاتو او د لګېدلو بندیزونو پر اغېزو وپوهېږو."

د اغلې ګرينفیلډ په وینا دا مالومات د امنیت شورا غړي د دې جوګه ګرځوي چې وپوهېږي ایا طالبان پر خپلو ژمنو عمل کوي او که څنګه.

د امریکا استازې دا هم زیاته کړې چې ترهګرۍ ضد مبارزه، د بشري او د ښځو د حقونو رعایت او بشرپالو ته بشر پالونکو موخو لپاره افغانستان ته بې له خنډه لاسرسي ورکول د طالبانو هغو ژمنو کې راځي چې باید یې پرځای کړي.

که څه هم یوه بل کال لپاره د بندیزونو د څارډلې د کاري مودې د غځېدا مخالفت د امنیت شورا د له ۱۵ غړو ان یوه هم ونکړ خو روسیه او چین بیا ماڼیجن و چې ګواکې د دوی وړاندیزونه د منل شوي سند په وروستي متن کې نه دي ځای کړل شوي.

د چین استازي جېنګ شوانګ ویلي مهمه ده دا ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان د ترهګرو ډلو په ځاله نه بدلېږي. د ده په وینا "نړیوال باید دا هېواد له نړیوالې ټولنې سره یوځای کړي."

ښاغلي جېنګ خوښي وښوده چې د منل شوي سند یوه ماده دا څارډله دې ته هڅوي چې افغانستان ته سفر وکړي او له ټولو افغان غاړو سره وګوري.

اعلامیه کې د نوموړي په وینا راغلي چې پر افغانانو د ناوړه اغېز مخنیوي لپاره باید په دغو کې بندیزونو کې وخت ناوخت بدلونونه راشي.

خو د چین استازي له دې امله خواشیني څرګنده کړې چې ځینو طالب مشرانو ته د سفر د معافیت موده د چین او د روسیې له غوښتنو سره سره نه ده غځول شوې.

د روسیې استازې هم د سفري معافیت مودې نه غځېدا له امله ناخوښي ښودلې، خو په ټوله کې یې د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت د غځېدا ملاتړ کړی.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې د طالبانو د حکومت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملابرادر، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په ګډون د ۱۵ طالب مشرانو نومونه شامل دي.