تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر دوو چارواکو تازه بندیزونه لګولي
د بشري حقونو د ورځې او د بشري حقونو د نړیوالې اعلاميې د ۷۵مې کلیزې په مناسبت د امریکا بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو په ګډه په نهو هېوادونو کې د شلو کسانو نومونه د بشري حقونو د تروړونکو کسانو په توګه د بندیزونو نوملړ ته ورزیات کړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف پر وزیر خالد حنفي او د علومو اکاډمۍ پر مشر فريد الدين محمود تازه بنديزونه لګول شوي دي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د دغو بندیزونو لاملونه د نجونو او ښځو له پوهنې سره مخالفت او د افغانانو د بشري حقونو په تروړنه کې ښکېلتیا بللې ده.
د امریکا د مالیې وزارت ویلي، د طالبانو د حکومت چارواکی فریدالدین محمود يې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو او ښځو د ښوونځيو د تړلو پرېکړې په خاطر د بندیزونو نوملړ ته ورزیات کړی. نوموړی اوس د طالبانو د حکومت لخوا د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشر دی او د اعلامیې په ټکو "د ښځو او نجونو د زده کړو بندیز ملاتړی" دی.
د امریکا ماليې وزارت د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي د بشري حقونو په تروړلو تورن کړی چې پکې يې "تښتونې، په دورو وهل او د خلکو ځورول" هم ياد کړي دي.
اعلامیې کښلي چې د طالبانو د حکومت دغه وزارت پر هغو خلکو هم بريدونه کړې چې پر ښځو یې د زده کړو د لاسرسي په ګډون په نورو برخو کې پر لګېدلو بندیزونو اعتراض کاوه.
د طالبانو د یو شمېر چارواکو نومونه د امریکا او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې وار له مخه هم شته.
د ذبيح الله مجاهد غبرګون: بنديزونه لګول د ستونزې حل نه دی
د طالبانو حکومت دغه بندیزونه غندلي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس ليکلي چې "د فشارونو اعمال او بندیزونه لګول د هېڅ ستونزې حل نه دی".
نوموړي زیاته کړې چې امریکا د ورته ناکامو هڅو مخینه لري خو بیا هم دا تجربې تکراروي.
د بشري حقونو د ورځې په مناسبت د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم یو وار بیا پر طالبانو غږ کړی چې له بنده د بشري حقونو مدافعین خوشي کړي.
له دې وړاندې پر امریکا سربېره د ملګرو ملتونو امنیت شورا او اروپايي ټولنې هم وخت ناوخت په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر پر طالب چارواکو بندیزونه لګولي.
په تېر اوړي کې اروپايي ټولنې هم د طالبانو د پوهنې او عدلیې پر وزیرانو او قاضی القضات د زدکړو له حقه د ښځو او نجونو بې برخې کېدو، کار او ټولنیز ژوند ته د ښځو د نه لاسرسي او د نارینه وو او ښځو تر منځ د نابرابرۍ په چلن کې د دوی د ونډې له امله بندیزونه لګولي وو.
پر دې سربېره د ځینو نورو طالب مشرانو نومونه د امریکا او ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې له پخوا شامل دي، چې د سولې خبرو په ترڅ کې د مرکچي پلاوي سفري بندیزونه د یو څه وخت لپاره لېرې کړل شوي وو او وروسته یې د مودې پر غځولو د ملګرو ملتونو امنیت شورا سلا نه شوه.