'نړۍ لا هم د کیمياوي وسلو د کارېدو له امکان سره مخ ده'

د خپرېدو وخت

نن د نومبر دېرشمه د کيمیايي وسلو د قربانیانو د یاد ورځ ده. دا ورځ له ۲۰۱۶ کال راهیسې هر کال د کېمياوي وسلو د منعه کولو پر اهمیت د ټینګار لپاره نمانځل کېږي.

له دې سره د کېمياوي وسلو د منعې سازمان مشر د دغه سازمان په کلنۍ غونډه کې ویلي چې نړۍ لا هم د کېمياوي وسلو د کارېدو له امکان سره مخ ده.

دا غونډه د کېمياوي وسلو د قربانیانو د یاد ورځې په درشل کې د نیدرلنډز په هاګ ښار کې جوړه شوې.

د کېمياوي وسلو د منعې سازمان ۲۷مې کلنۍ غونډې ته په وینا کې د دغه سازمان عمومي منشي ویلي چې لا هم د کېمياوي وسلو د له منځه وړلو او منعې لپاره کلک نړیوال هوډ ته اړتیا ده. 

د کېمياوي وسلو د منع کولو لپاره د هلو ځلو تاریخ تر پېړۍ اوړي.

دا ډول وسلې په لومړۍ نړیواله جګړه کې له سل زرو د ډېرو مړینو او تر یو مېلیون د ډېرو کسانو د ژوبلېدو لامل شوې.

که څه هم په دویمه نړیواله جګړه کې دا وسلې په جنګي ډګرونو کې ونه کارېدې خو لا هم ګڼو هېوادونو د دغو وسلو جوړولو او ساتلو ته دوام ورکاوه چې بلاخره یې د دغو وسلو د بندیز جدي غوښتنه حتمي کړه.

د ۱۹۹۷ کال د اپرېل په نهه ویشتمه د کېمياوي وسلو د ۱۹۹۳ کال جوړ شوی کنوانسیون عملي شو. د دغه کنوانسیون سریزه وايي چې د ټول بشریت په خاطر د کېمیاوي وسلو د کارېدو امکان باید بشپړ له منځه لاړ شي.

دغې ورځې ته د کېمياوي جګړو د قربانیانو د یاد او دغه راز د کېمياوي وسلو د خطر له منځه وړلو ته د دغو وسلو د بندیز دبنسټ د ژمنو تازه کولو د فرصت په سترګه کتل کېږي.

د ۲۰۱۳ کال په اپرېل کې د نيدرلنډ په هاګ ښار کې د کېمياوي وسلو د کنوانسیون غړو هېوادونو په خپله ناسته کې په یوه غږ د کېمياوي وسلو د بندولو لپاره سیاسي هوډ څرګند کړ او له هماغې سره یې د راتلونکو کلونو لپاره په دې برخه کې لومړيتوبونه هم وټآکل.

سږ کال هم له وړمې ورځې په همدغه ښار کې د یاد سازمان غونډه پیل شوه او په خپله غونډه کې يې د یوکرایین جګړه د کېمياوي وسلو په ګډون د ټولیزې وژنې د وسلو د ریښتيني خطر د ډېروالي پېر وباله.

د دغه کنفرانس په پرانیستونکې وینا کې د کېمياوي وسلو د منعې سازمان عمومي منشي سفیر فېرناندو ارياس وویل، نړیوال شرایط تر دې بریده خراب شوي چې د نړیوال امنیت او سولې په تړاو پر نړیوالو ننګونو د نړیوالې ټولنې یووالی هم نور نشته.

خو هغه ټینګار کړی چې دوی لا هم د نوو ګواښونو او خطرونو مقابلې ته ژمن دي.

د کېمياوي وسلو اړوند کنېوانیسیون د پلي کوونکي بنسټ په توګه د کېمياوي وسلو د منعې سازمان د ۱۹۳ دولتونو په ګډون د کېمیاوي وسلو د تلپاتې محوې نړیوالې هڅې څاري.

په ۱۹۹۷ کال کې د دغه کنوانسیون له عملي کېدو راهیسې د ټولیزې وژنې د وسلو د له منځه وړلو یو اغيزناک جوړښت بلل شوی.

له هغې راهیسې د هغو وسلو نهه نوي سلنه د همدغه سازمان تر څار لاندې له منځه تللې چې دولتونو يې پر درلودو اعتراف کړی و.

د کېمياوي وسلو د له منځه وړلو په برخه کې د اغېزناکو هلو ځلو په خاطر دغه سازمان ته د ۲۰۱۳ کال د سولې د نوبل جایزه هم ورکړل شوې وه.