تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پولنډ ولسمشر: اوکرایین کې د کیمیاوي وسلې کارول به د ناټو د مداخلې لامل شي
د پولنډ ولسمشر اندری ډودا وايي په اوکرایین کې د روسي لخوا د کیمیاوي وسلو استعمال به ښايي د دې لامل شي چې ناټو پر خپلې پرېکړې چې د اوکرایین په کړکېچ کې یې د نه مداخلې په اړه کړې له سره غور وکړي.
ښاغلي ډودا له بي بي سي سره په خبرو کې وویل ګومان کوي چې ولسمشر پوتین د کیمیاوي وسلو استعمال ته تیاری نیسي.
نوموړي زیاته کړه چې دا هغه څه دي چې نړۍ له دویمې نړیوالې جګړې وروسته نه دي لېدلي.
هغه وویل اوس مهال چې ولسمشر پوتین له سخت حالت سره مخامخ دی فکر کوي چې هر شی اسعمالولی شي.
د پولنډ د ولسمشر په وینا ''له سیاسي پلوه پوتین جګړه بایللې ده او په پوځي ډګر کې یې نه شي ګټلی. ''
اندری ډودا وايي که د اوکرایین په کړکېچ کې د ډله ییزې ویجاړۍ وسلې وکارول شي دا به لوبه بدله کړي ځکه چې د دغسې وسلو استعمال به نه یوازې اروپا بلکې ټولې نړۍ ته خطرناک وي.
د سوله ساتنې او امنیت پر نړیوال مرکز برید
د اوکرایین پوځي چارواکي وايي د روسي ځواکونو لخوا توغول شوي توغندي د هېواد په لوېدیځ کې د پولنډ له پولې سره نژدي د پوځي روزنې پر یوه مرکز لګېدلي دي.
چارواکي وايي د سوله ساتنې او امنیت نړیوال مرکز په نښه شوی دی.
دا پوځي مرکز له ناټو سره د ګډو تمرینونو لپاره کارول کېده.
سیمه اییز چارواکي وايي د روسي ځواکونو د توغندیو په برید کې لږ ترلږه ۳۵ کسان وژل شوي او ۱۳۵ نور ټپیان شوي دي.
دا پوځي مرکز په ۳۹۰ کیلو متره مربع سیمه کې جوړ شوی او دپولنډ له پولې نه ۱۰ کیلومتره واټن لري.
په دې پوځي مرکز کې په یو وخت کې ۱۷۹۰ کسان ځایېږي خو دا معلومه شوې نه ده چې د روسي ځواکونو د برید پرمهال په کې څومره کسان وو.
دغه راز د اوکرایین په لوېدیځ کې د بل ښار ایوانو ښاروال وايي روسي ځواکونو نن یکشنبه د ښار پر هوايي ډګر بریدونه کړي دي.
په همدې حال کې اوکراییني چارواکي وايي له هغو ښارونو نه چې د روسي ځواکونو لخوا کلابند دي د ملکي خلکو د ایستلو چارې د روسي ځواکونو د ډزو له امله ستونزمنې شوې دي.
اوکرایین تور پورې کوي چې روسي ځواکونه د ملکي خلکو پر کاروانونو ډزې کوي او یوه ورته پېښه کې یې ۷ تنه وژلي دي.
د اوکرایین د پوځ لخوا په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې روسي ځواکونو د ښځو او ماشومانو پر یوه کاروان برید کړی دی چې په پایله کې یې ۷ کسان وژل شوي دي.
خو په ورته مهال د اوکرایین د لومړي وزیر مرستیاله وايي له ټولو ستونزو سره سره پرون شبنه (د مارچ ۱۲مه) د بشري دهلیزونو له لارې ۱۳ سوه کسان خوندي سیموته ولېږدول شول خو له ماریپول نه هېڅوک ونه توانېد چې ووځي.
په ماریپول کې له تېرو اونیو راهیسې بمبارۍ روانې دي او ملګري ملتونه وايي چې دغلته حالت ډېر ناوړه شوی، خواړه، د څښاک اوبه او برېښنا نشته.
د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي ''په ماریپول کې د ژوند ګواښوونکو ناروغیو لپاره درمل په چټکۍ مخ په خلاصېدو دي، روغتونونه بشپړ فعال نه دي، خواړه او د څښاک پاکې اوبه هم کمې شوې دي. ''
خو د ماریپول د ښاروال مرستیال له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې د ماریپول لپاره د مرستو یو کاروان روان شوی چې بسونه هم په کې دې چې له هغې مخې په کې ملکي وګړي خوندي سیمو ته ولېږدول شي.
مخکې سیرهي اورلیف ویلي و چې د مرستې کاروانونو ته اجازه نه ورکول کېږي، بمباري پرې کېږي، پر سړکونو ماینونه خښ کړای شوي او پر ماریپول توغندي توغول کېږي.
په ورته وخت کې عیني شاهدان او رپوټونه وايي پرون شنبه (د مارچ ۱۲مه) د چاودېدونکو توکو لېږدوونکې یوه بې پیلوټه الوتکه په پلازمېنه کېیف کې د اوکراییني ځواکونو لخوا نسکوره کړای شوه.
ویل شوي چې په دې ډرون الوتکې کې درې کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوی وو چې د غورځېدو له امله یې په په یوه بانک کې اور ولګېد خو ډېر پراخ نه و.
د جوبایډن فرمان
له بلې خوا د امریکا ولسمشر جوبایډن له اوکرایین سره د مرستې نوی فرمان لاسلیک کړی.
د دې فرمان له مخې د امریکا ملاتړ د دوه سوه میلیونه ډالرو په ارزښت پراخیږي.
سپینه ماڼۍ وايي له دې سره به د امریکا ټولې مرستې څه باندې یو ملیارد او دوه سوه میلیونه ډالرو ته ورسیږي.
دا پيسې به د وسلو په رانیولو او د اوکراییني سرتیرو په روزلو ولګول شي.
خو روسیې اعلان کړی له دې وروسته به هغه کاروانونه د دوی د ځواکونو له پاره مشروع پوځي هدفونه وي چې اوکرایینې سرتیرو ته وسلې او مهمات لیږدوي.
د کډوالو لپاره د مرستې غوښتنه
په داسې حال کې چې د پلازمېنې کېیف شاخوا سیمو او نورو ښارونو کې جګړه سخته شوې نورو هېوادونو ته د اوکراییني کډوالو دورتګ لړۍ هم چټکه شوې ده.
مالدوا ته د اوکراییني کډوالو د ورتګ لړۍ روانه ده چې له امله یې د دغه هېواد لومړۍ وزیره اړه شوه چې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړي چې د کډوالو ځای پر ځای کولو لپاره مرستې ته اړتیا لري.
د مالدوا لومړۍ وزیرې نتالیا ګاوريلیتا له بي بي سي سره په خبرو کې ویل ''اوس څه باندې ۲۷۰ زره اوکراینیان له پولې اوښتي او مالدوا ته راغلي دي. ''
د نوموړې په وینا څه باندې ۱۰۰ زرو کسانو ویلي چې غواړي په موقتي ډول په مالدوا کې ایسار شي او دومره شمېر خلک د مالدوا په څېر یوه هېواد لپاره ډېر زیات دي.
د اوکرایین او رومانیا ترمنځ پروت مالدوا یو کوچنی هېواد دی او خپل نفوس یې دوه نیم میلیونه دی.
دا په اروپا کې یو له هغو هېوادونو دی چې ډېر کمزوری اقتصاد لري.
دغه هېواد ته د ورغلو اوکراییني کډوالو سره ټول نفوس څلور سلنه ډېر شوی دی.
آغلې ګاوريلیتا وايي د هېواد خلک یې له اوکراییني کډوالو سره د سرپناه او نورو برخو کې مرستې کوي خو وايي هره ورځ په زرګونه اوکرایینیان مالدوا ته ورځي.
نوموړې وايي ''موږ د جګړې اقتصادي پایلو ته ډېر اندېښمن یو، چې د مالدوا په څېر هېواد باندې ډېره جدي اغیزه لري، ځکه چې زموږ هېواد په ټوله اروپا کې ډېر بېوزله دی. موږ بې له شکه بهرنۍ مرستې ته اړتیا لرو. ''
په ورته وخت کې د پولنډ د پولې ساتونکو ادارې ويلي، د اوکرایین د جګړې له پیل راهیسې تر ۱.۶ میلیونه ډېر کسان پولنډ ته تښتېدلي دي.
د وارسا پوهنتون د څېړنو مرستیال ماکیک دوزچیک اټکل کوي چې شاوخوا یو میلیون کډوال په پولنډ کې پاتې دي او نور بيا بېلابېلو هېوادونو ته تللي دي.
۱۳۰۰ اوکراییني پوځیان وژل شوي
د اوکرايين ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي وايي، پر دغه هېواد د روسيې د بريد له پيل راهيسې تراوسه پورې ۱۳۰۰ اوکراییني سرتېري له روسي ځواکونو سره په جګړو کې وژل شوي دي.
بي بي سي نشي کولی په مستقیم ډول دا شمېرې تائيد کړې.
بلخوا بیا لوېدیځې نظامي سرچینې اټکل کوي چې تر دې دمه شاوخوا ۶ زره روسیي پوځیان په دې جګړه کې وژل شوي دي.
ښاغلی زېلېنسکي وايي، د جمعې په ورځ ۵۰۰ روسي سرتېري اوکرایین کې تسلیم شوي هم دي.
نوموړي روسي ځواکونو ته په خطاب کې وويل، "د خلکو په ذهنونو او مغزو قبضه کول ناشونی دی. د ښارونو نيول به لنډ مهال وي او دوامداره به نه وي ."
ولودمير زېلېنسکي له روسیې سره د سولې خبرو لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ پر اوربند هم ټينګار وکړ.
د اوکرایین ولسمشر وويل، ديپلوماتان د اوکرايين او روسيې تر منځ د خبرو پر يوه احتمالي اجنډا کار کوي.
نوموړي زياته کړه، "زه غواړم چې دا کار وشي او د جګړې د پای ته رسولو بهير او د سل په سلو کې د سولې بهير بايد په اوربند سره پيل شي".
هغه وويل چې غواړي له خپل روسي سيال ولادیمير پوتين سره خبرې وکړي او د دې ډول خبرو په اړه د اسرائيلو له لومړي وزير نفتالي بېنېټ سره غږېدلی دی.