تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''اسراییلو سوریې کې د کیمیاوي وسلو فابریکه په نښه کړې''
سوریه ادعا کوي چې اسراییلي جټ الوتکو د سوریې په لویدیځ کې د دوی پر یوې پوځي اډې برید کړی دی. د سوریې د پوځ له خوا په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي د توغندیو دا برید له مسایاف سره نژدي شوی چې په ترڅ کې یې دوه پوځیان وژل شوي دي.
خو عربي رسنۍ وايي په دې برید کې د کیمیاوي وسلو یوه فابریکه په نښه شوې ده. بل لور ته اسراییلو چې په تېر کې یې هم په سوریه کې د کیمیاوي وسلو پر فابریکو بریدونه کړي د اوسني برید خبره نه ده تایید کړې.
دا برید یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د ملګرو ملتونو څېړونکو وویل د اپریل په میاشت کې د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمه کې د کیمیاوي وسلو برید د سوریې حکومت کړی و چې په ترڅ کې یې ۸۳ کسان ووژل شول، خو دمشق تل د کیمیاوي وسلو د کارولو خبره ردوي.
په ورته وخت کې د لویدیځ استخباراتي رپوټونه وايي سره له دې چې سوریه په ۲۰۱۳ کال کې سلا شوه چې خپل کیمیاوي وسلې له مینځه وړي اوس هم د کیمیاوي وسلو جوړولو ته دوام ورکوي.
اسراییلو تور پورې کړی چې سوریې د دوی دښمن ایران ته اجازه ورکړې چې په سوریه کې د توغندیو فابریکې جوړې کړي او په دې توګه یې حزب الله ډلې ته پرمختللې وسلې ورکړي.
د بي بي سي د دفاعي او دیپلوماتیکو چارو خبریال جناتن مارکس وايي، اسراییل په سوریه کې حالات او د ایران ډېریدونکی نفوذ څاري او دغه ادعا شوی برید نه یوازې حزب الله ډلې او دمشق ته خبرداری دی، بلکې د سوریې بل ملاتړې روسیې ته هم خبرداری دی، ځکه چې اسراییل نه غواړي حزب الله ډله د سوریې له لارې پرمختللو وسلو ته لاسرسی پیدا کړي.