تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د څارګرې ادارې مخکنی مشر عاصم منیر د پاکستان د پوځ د نوي مشر په توګه معرفي شوی
د پاکستان دولت بالاخره له څو میاشتو بحثونو وروسته جنرال عاصم منیر د پوځ د نوي مشر په توګه معرفي شوی دی.
جنرال منیر به چې مخکې د پاکستان د څارګرې ادارې (ایاېسای) مشر و، د جنرال قمر جاوید باجوه ځایناستی وي.
جنرال باجوه به د روانې میاشتې وروستیو کې له شپږ کلنې مشرۍ وروسته په کور کېنول کېږي.
دا خبر مخکې له دې چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د پاکستان د مخکني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د لوی لاریون له بېرته پیلېدو مخکې اعلان شوی دی.
د پاکستان پوځ ددغه هېواد په سیاست کې مهم رول لري او نېغ په نېغه یې په ۱۹۴۷ کال د خپلواکۍ له اخیستو وروسته د څه باندې دېرشو کلونو لپاره پر دغه هېواد واکمني کړې ده.
د پاکستان پوځ له کلونو راهیسې د افغانستان د طالبانو په ملاتړ تورن شوی او په افغانستان کې د پاکستان د مهم سیاسي رول غوره کولو واک یې درلود، خو پاکستان تل د افغانستان په چارو کې له مداخلې انکار کړی.
وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف جنرال عاصم منیر د پوځ د مشر په توګه نومولی و او د پاکستان ولسمشر ته یې په اړه لنډیز استولی و.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر مریم اورنګزیب پر ټویټر لیکلي، چې لومړي وزیر شهباز شریف ساحر شمشاد میرزا د پوځ د لوی درستیز او جنرال سید عاصم منیر د پوځ د مشر په توګه غوره کړي.
اورنګزیب لیکلي "د دې کار لنډیز د پاکستان ولسمشر ته استول شوی دی".
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم پر ټویټر په دې اړه لیکلي چې "دا سپارښتنه ولسمشر علوي ته رسېدلې ده. اوس د عمران خان ازموینه دا ده چې ایا غواړي د ملي دفاع بنسټ پیاوړی کړي یا لانجمن".