د څارګرې ادارې مخکنی مشر عاصم منیر د پاکستان د پوځ د نوي مشر په توګه معرفي شوی

منیر او شمشاد

د عکس سرچینه، ISPR

د عکس تشریح، ساحر شمشاد (ښۍ خوا) د پاکستان د لوی درستیز او جنرال عاصم منیر د پوځ د نوي مشر په توګه معرفي شوي
د خپرېدو وخت

د پاکستان دولت بالاخره له څو میاشتو بحثونو وروسته جنرال عاصم منیر د پوځ د نوي مشر په توګه معرفي شوی دی.

جنرال منیر به چې مخکې د پاکستان د څارګرې ادارې (ای‌اېس‌ای) مشر و، د جنرال قمر جاوید باجوه ځایناستی وي.

جنرال باجوه به د روانې میاشتې وروستیو کې له شپږ کلنې مشرۍ وروسته په کور کېنول کېږي.

دا خبر مخکې له دې چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د پاکستان د مخکني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د لوی لاریون له بېرته پیلېدو مخکې اعلان شوی دی.

د پاکستان پوځ ددغه هېواد په سیاست کې مهم رول لري او نېغ په نېغه یې په ۱۹۴۷ کال د خپلواکۍ له اخیستو وروسته د څه باندې دېرشو کلونو لپاره پر دغه هېواد واکمني کړې ده.

د پاکستان پوځ له کلونو راهیسې د افغانستان د طالبانو په ملاتړ تورن شوی او په افغانستان کې د پاکستان د مهم سیاسي رول غوره کولو واک یې درلود، خو پاکستان تل د افغانستان په چارو کې له مداخلې انکار کړی.

باجوه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، جنرال قمر جاوید باجوه یو ځل د پوځ مشري وکړه او بېرته پر خپله څوکۍ پاتې شو
دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف جنرال عاصم منیر د پوځ د مشر په توګه نومولی و او د پاکستان ولسمشر ته یې په اړه لنډیز استولی و.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر مریم اورنګزیب پر ټویټر لیکلي، چې لومړي وزیر شهباز شریف ساحر شمشاد میرزا د پوځ د لوی درستیز او جنرال سید عاصم منیر د پوځ د مشر په توګه غوره کړي.

اورنګزیب لیکلي "د دې کار لنډیز د پاکستان ولسمشر ته استول شوی دی".

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم پر ټویټر په دې اړه لیکلي چې "دا سپارښتنه ولسمشر علوي ته رسېدلې ده. اوس د عمران خان ازموینه دا ده چې ایا غواړي د ملي دفاع بنسټ پیاوړی کړي یا لانجمن".