د پاکستان د پوځ نوی مشر به څوک شي؟ د مخکښو نوماندانو نوملړ یې شهباز شریف ته رسېدلی

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تایید کړه چې د دغه هېواد پوځ لپاره د نوي مشر د ټاکلو لنډیز لومړي وزیر شهباز شریف ته رسېدلی دی.
تر دې مخکې د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر "ای اېس پي ار" هم ویلي و چې د پوځ لوی درستیز او د درستیزوالانو ګډې کومېټې د مشرانو ټاکلو لنډیز دفاع وزارت ته استول شوی دی.
ای اېس پي ار پر خپل ټویټر لیکلي چې په دغه لیست کې د پاکستان پوځ د شپږو جګپوړو جنرالانو نومونه شامل دي.
د پاکستان د پوځ ځواکمن مشر به له همدغو کسانو ټاکل کېږي.
ښاغلي اصف مخکې ویلي و، دا لیست یې نه دی ترلاسه کړی.
خو وروسته یې پر خپل ټویتر ولیکل چې لنډیز له دفاع وزارته د لومړي وزیر دفتر ته استول شوی او "نور پړاونه به هم ژر ترسره شي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د پاکستان پوځ لپاره د نوي مشر ټاکلو کې دا پرمختګ داسې مهال اعلان شوی چې د جنرال قمر جاوید باجوه د ځایناستي د ټاکلو پروسه له سیاسي اړخه لانجمنه شوې ده.
د پاکستان مخکینی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ادعا کوي چې اوسنی لومړی وزیر شهباز شریف پر دې څوکۍ ځان ته د یوه نږدې کس د ګومارلو هوډ لري.
هغه د نوي پوځي مشر د معرفي کېدو په درشل کې راولپنډۍ ښار کې چې د پوځ مرکزي قومانداني پکې ده، پراخ احتجاجونه اعلان کړي.
عمران خان او ملګري یې که څه هم وايي چې د پوځ مشرۍ ته د نوي کس له ګومارل کېدو سره مخالف نه دي، خو د شهباز شریف حکومت بیا د تحریک انصاف لخوا راولپنډۍ کې پلان شوي لاریونونه ظاهرآ د نوي لوی درستیز معرفي کېدو پر وړاندې د خنډ جوړولو هڅه بولي.

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان د تاریخ په اوږدو کې پوځي کودتاګانو او سیاسي چارو کې د پوځ لاسوهنو ته په کتو د پوځ د مشر ټاکنې ته د ډېرې مهمه چارې په سترګه کتل کېږي.
دغه هېواد کې د پوځ د مشرانو نومونه پر پوځي چارو سربېره په یوه ډول نه یوه ډول سیاست او حکومتي چارو سره هم تړلي پاتې شوي دي.
په دې لړ کې د پاکستان د پوځ له لومړي مشر مارشال ایوب خان رانیولې، چې پاکستان کې یې لومړۍ پوځي کودتا هم کړې، بیا تر اوسني مشر جنرال قمر جاوید باجوه پورې ټول لوی درستیزان څه نا څخه لانجمن شوي دي.





















