اسرائیلو په لوېديځه غاړه کې د الجزيرې شبکې دفتر تړلی دی

الجزيره

د عکس سرچینه، Aljazeera

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

الجزيرې خبري شبکې اعلان کړی چې د اسرائيلو پوځ د يکشنبې په ورځ د رام الله لوېدیځه غاړه کې د دوی پر دفتر چاپه وهلې او کارکوونکو ته يې د دفتر د تړلو امر کړی دی.

د دغې شبکې د خبر له مخې اسرائيلي پوځيان چې په "درنو وسلو سمبال او ماسکونه" يې اغوستي وو د ژوندۍ خپرونې پر مهال دغه دفتر ته ورننوتلي او امر يې کړی چې د ۴۵ ورځو لپاره دې دفتر وتړل شي.

د رپوټ له مخې د اسرائيلو پوځ د دغه دفتر مشر وليد العمري ته د دفتر د تړلو علت نه دی په ډاګه کړی.

په لوېديځه غاړه کې د الجزيرې شبکې مشر په ژوندۍ بڼه دغه پرېکړه د کامرې پر وړاندې ولوستله.

څلور مياشتې وړاندې د اسرائيلي چارواکو په امر د دغه هېواد ځواکونو په ناصره او ختيځ بيت المقدس کې د الجزيزې پر دفترونو چاپه ووهله او ويې وتړل. هغه مهال اسرئيلي چارواکو دغه خبري شبکه "د اسرائيلو ملي امنيت ته ګواښ" بللی و.

الجزيرې په لوېديځه غاړه کې د خپل دفتر د مشر له خولې رپوټ ورکړی چې "په دې ډول د خبريالانو په نښه کول تل رښتيا له منځه وړي او خلکو ته د ريښتا اورېدو مخنيوی کوي."

د دغه دفتر يوه خبريال ويلي، "اسرائيلي پوځيانو په کوڅه کې له خبريالانو مايکروفونونه او کامرې واخيستې او وليد العمري يې په زور له دفتر وايست."

د قطري د خبري شبکې الجزیرې او اسرائیلو ترمنځ اړیکې له ډېرې مودې راهیسې ترینګلې وې، خو په غزه کې د جګړې له پیل سره لا پسې نورې خرابې شوې دي.

په داسې حال کې چې اسرائیلو د غزې تړانګې ته د بهرنیو خبریالانو د ننوتلو مخه نیولې، د الجزیرې خبریالان تر ډېره یوازیني کسان وو چې د جګړې پوښښ یې له نږدې کاوه.

د روان کال د اپرېل په میاشت کې، د اسرائیلو پارلمان یو قانون تصویب کړ چې حکومت ته اجازه ورکوي چې په لنډمهالې توګه د هغو بهرنیو خبري اژانسونو دفترونه وتړي چې د دې جګړې په جریان کې "ملي امنیت ته ګواښ" ګڼل کېږي.

اسرائیلو تر اوسه په بيت المقدس کې د الجزیرې د دفتر د تړلو د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.