په غزه کې د عامې روغتیا وزارت وايي، پر یوه ښوونځي د اسرائیلي پوځ بمبارۍ له کبله ۲۲ کسان وژل شوي

غزه ښوونځی

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په غزه کې د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، پر یوه ښوونځي چې بې ځایه شوي فلسطینیان پکې مېشت وو، د اسرائیل بمبارۍ له کبله ۲۲ کسان وژل شوي دي.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې عامې روغتیا چارواکي وايي، په وژل شویو کې ډېری ښځې او ماشومان شامل دي. د مسوولینو په وینا دې پېښه کې له ۳۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي. دوی زیاتوي، ښوونځی د زدکوونکو پر مخ تړلی و، خو بې ځایه شوي خلک پکې اوسېدل.

اسرائیلي پوځ بیا په دې هکله ویلي، چې د حماس قوماندې پر خونه یې برید کړی دی. اسرائیل ټینګار کوي، چې ملکي خلکو ته د زیان رسېدو مخنیوي اقدمات یې کړي، خو پر حماس تور پورې کوي، چې له ملکي مرکزونو د ځان او خپلو وسله والو د مېشت ځایونو په توګه د خوندیتوب لپاره د انساني سپر کار اخلي. خو حماس بیا دا تورونه ردوي.

د رویټرز خبري اژانس په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري، چې د دې ودانۍ دېوالونه د چاودونو له کبله نړېدلي، مېزونه او څوکۍ مات دي او د یوې خونې په چت کې یې سوری لیدل کېږي. یوه عیني شاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي: "ښځې او ماشومان د ودانۍ په انګړ کې وو، ماشومانو لوبې کولې، چې ناڅاپه دوه راکټونه پرې ولګېدل. "

د عامې روغتیا وزارت پر زېرمتون برید

په غزه کې د عامې روغتیا مسوولینو ویلي، پر همدې شنبه یې څلور کارکوونکي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي. د عامې روغتیا مسوولینو په وینا د سویلي غزې په مصابح سیمه کې اسرائیلي ځواکونو د دوی یو ګودام "په نښه" کړی، چې له کبله یې مرګژوبله رامنځته شوې ده. د وزارت چارواکو په مشخص ډول نه دي ویلي، چې دا یو هوايي برید و او که نه.

په غزه کې د یوه پخواني ښوونځي پر ودانۍ د اسرائیلي پوځ بمبارۍ له کبله د مرګژوبلې رامنځته کېدو رپوټونه په داسې حال کې ورکول کېږي، چې په دې سیمه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت وايي، د تېر کال له اکتوبر راهیسې په غزه کې ۴۱ زره ۳۹۱ فلسطینیان وژل شوي دي.