غور کې د طالبانو چورلکه غورځېدلې، یو وژل شوی او ۱۲ ټپیان دي

افغانستان

د عکس سرچینه، MOD/TALIBAN

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، نن سهار (چارشنبه) د دوی د هوايي ځواک یوه "اېم ای ۱۷" ډوله الوتکه لوېدلې ده.‌

طالب چارواکي وايي،‌ دغه الوتکه په هریرود کې د یوه مساپر وړونکي موټر د قربانیانو د جسدونو لېږد لپاره هلته لېږل شوې وه.

دغه الوتکه له تخنیکي ستونزې وروسته د بېړنۍ ناستې پر مهال له دېوال سره ټکر شوې او غورځېدلې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي پر خپله اېکس (مخکېني ټوېټر) پاڼه لیکلي، په دغه پېښه کې یو تن وژل شوی او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.

په ورستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره هم له هوايي ځواکه کار اخیستل شوی دی.

څه موده وړاندې د افغانستان په شمال سمنګان ولایت کې د طالبانو د "اېم ډي-۵۳۰" ډوله چورلکه نسکوره شوې وه.

دغه راز په کابل کې هم یوه امریکايي بلاک هاک ډوله چورلکه د روزنې پرمهال د ملي دفاعي پوهنتون په انګړ کې نسکوره شوې وه، چې دوه پیلوټان او یو عمله پکې ووژل شوي وو.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د رپوټونو پر بنسټ د افغانستان د پخواني رژيم له نسکورېدو وروسته د ميلياردونو ډالرو په ارزښت وسلې او پوځي تجهيزات د طالبانو لاس ته ورغلل.

په وروستیو کې د طالبانو د ملي دفاع وزارت چارواکو د شاوخوا ۶۰ چورلکو او الوتکو د ترمیم او الوتنې اعلان هم کړی و.

په تېرو څو کلونو کې د الوتکو غورځېدو ګڼې پېښې شوې دي چې ډېری وخت تخنیکي ستونزې بلل کېږي.

په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوریت حکومت تر پرځېدو وروسته،‌ ګڼ پیلوټان او مسلکي کسان له افغانستان وتلي دي.