تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غور کې د طالبانو چورلکه غورځېدلې، یو وژل شوی او ۱۲ ټپیان دي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، نن سهار (چارشنبه) د دوی د هوايي ځواک یوه "اېم ای ۱۷" ډوله الوتکه لوېدلې ده.
طالب چارواکي وايي، دغه الوتکه په هریرود کې د یوه مساپر وړونکي موټر د قربانیانو د جسدونو لېږد لپاره هلته لېږل شوې وه.
دغه الوتکه له تخنیکي ستونزې وروسته د بېړنۍ ناستې پر مهال له دېوال سره ټکر شوې او غورځېدلې ده.
د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي پر خپله اېکس (مخکېني ټوېټر) پاڼه لیکلي، په دغه پېښه کې یو تن وژل شوی او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.
په ورستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره هم له هوايي ځواکه کار اخیستل شوی دی.
څه موده وړاندې د افغانستان په شمال سمنګان ولایت کې د طالبانو د "اېم ډي-۵۳۰" ډوله چورلکه نسکوره شوې وه.
دغه راز په کابل کې هم یوه امریکايي بلاک هاک ډوله چورلکه د روزنې پرمهال د ملي دفاعي پوهنتون په انګړ کې نسکوره شوې وه، چې دوه پیلوټان او یو عمله پکې ووژل شوي وو.
د رپوټونو پر بنسټ د افغانستان د پخواني رژيم له نسکورېدو وروسته د ميلياردونو ډالرو په ارزښت وسلې او پوځي تجهيزات د طالبانو لاس ته ورغلل.
په وروستیو کې د طالبانو د ملي دفاع وزارت چارواکو د شاوخوا ۶۰ چورلکو او الوتکو د ترمیم او الوتنې اعلان هم کړی و.
په تېرو څو کلونو کې د الوتکو غورځېدو ګڼې پېښې شوې دي چې ډېری وخت تخنیکي ستونزې بلل کېږي.
په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوریت حکومت تر پرځېدو وروسته، ګڼ پیلوټان او مسلکي کسان له افغانستان وتلي دي.