د امریکا مشرانو جرګې له اوکرايين او اسرائيلو سره د امنيتي مرستې د تائيد مخنيوی وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا په مشرانو جرګه کې د حکومت مخالف، جمهوریپال، ګوند استازو له اوکرایین او اسرائیلو سره د امنیتي مرستې د نوې ټولګې د تاییدېدو مخه ډب کړې ده.
د جمهوریپال ګوند غړي ټینګار کوي، چې له بهرنیو مرستو مخکې دې د امریکا حکومت د مکسیکو له لارې د ورتلونکو غير قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
تر دې وړاندې ولسمشر بایډن له اوکرایین سره د نورې مرستې د تاییدېدو غوښتنه کړې وه او ټینګار یې کړی و، چې که روسیه د اوکرایین په جګړه کې بریالۍ شي د ناټو غړو هېوادو ته به ترې ګواښ ډېر شي.
په مشرانو جرګه کې د جمهوريپالو دغه کړنه د جو بایډن لپاره یوه ستونزه او ښايي یوه جدي ماتې وي، چې په دې وروستیو کې یې له کانګرسه په احساساتي ډول د دغو مرستو د تصویب لپاره د همکارۍ او مرستې غوښتنه کړې وه.
اوس، د دې لپاره چې دا لایحه بیا وړاندې شي، لږترلږه له ۱۰۰ سناتورانو څخه ۶۰ باید په مشرانو جرګه کې د دې پلان د بیا وړاندې کولو لپاره هوکړه وکړي.
د مشرانو جرګې ۵۱ غړو د دغې لایحې په ضد او ۴۹ یې په پلوۍ رایې ورکړې. د سنا د ۱۰۰ غړو له ډلې څخه یې باید ۶۰ د څه باندې ۱۰۰ میلیارد ډالرو لایحې ته مثبته رایه ورکړې وای.
د جمهوريپالو ګوند ټولو سناتورانو منفي رایې ورکړې. خپلواک سناتور برني سنډرز هم د "نه" رایه ورکړه، نوموړي تل د دیموکراتانو په پلوۍ رایه کاروله، مګر د فلسطینیانو په وړاندې یې د "اسرائیل د غیر بشري پوځي تګلارې" د مالي ملاتړ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

















