د بريتانيا لومړی وزير وايي له حوثیانو سره مخامختيا نه غواړي خو د ځان دفاع به کوي

د عکس سرچینه، House of Commons
د بريتانيا لومړي وزير ريشي سوناک د دغه هېواد پارلمان ته ويلي، که چېری د يمن حوثي ډله سره سمندره کې بريدونو ته دوام ورکړي دوی به يې پر وړاندې له نورو پوځي عملياتو درېغ و نه کړي. ښاغلي سوناک ويلي چې بریتانیا د ايران ملاتړې ډلې سره د مخامختيا په لټه کې نه ده خو وايي له ځانه دفاع به کوي.
نوموړي دا څرګندونې پر حوثي ډلې د تېرې شپې له بريدونو وروسته کړې دي. د کارګر ګوند مشر کېير سټارمر هم هلته پر "موخو د بريدونو" ملاتړ کړی دی.
د بريتانيا شاهي هوايي ځواک جنګي الوتکو له امریکا سره په ګډو پوځي عملياتو کې د دوشنبې پر شپه بريدونوه وکړل چې دوه موخې په کې په نښه شوې دي. ويل کېږي له په نښه شويو ځايونو پر کښتيو بريدونو کې ګټه اخيستله کېده. ښاغلي سوناک ويلي ټولې موخې يې له منځه وړې دي.
نوموړي زياته کړې په بريدونو کې د ملکي وګړو خونديتوب ته ډېره پاملرنه شوې ده. د بریدونو په پايله کې ملکي وګړو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
د تېر کال له نومبر مياشتې راهيسې حوثيانو د سره سمندر له لارې پر تلونکو سوداګريزو بېړيو لسګونه بريدونه کړې دي. دا د نړۍ په کچه يوه له بوختو باروړونکو لارو څخه ګڼل کېږي.
يمن کې د امریکا او بریتانیا نور بریدونه؛ حوثیانو د غچ اخیستو ګواښکړی

د عکس سرچینه، UK MOD
په یمن کې د حوثي جنګیالیو ډله وايي، د دوی په وړاندې د بریتانیا او امریکا وروستي بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.
د دغې ډلې یوه جګپوړي چارواکي محمد بخیتي ویلي، دا بریدونه به یوازې د غزې د ملاتړ لپاره "د یمني ولس هوډ زیات کړي."
پنټاګون اعلان کړی، په سره سمندر کې پر سوداګریزو کښتیو د حوثیانو د پرله پسې بریدونو په ځواب کې یې اته ځایونه په نښه کړي دي.
امریکايي چارواکي وايي، په نښه شویو ځایونو کې توغندي ویشتونکي، رادار سایټونه او تر ځمکې لاندې د وسلو زېرمه کولو تاسیسات شامل دي.
په یوه ګډه اعلامیه کې امریکا، بریتانیا او شپږو متحدینو هېوادونو د بېړیو د ازاد تګ راتګ او په سمندر کې د بېړیو د دفاع لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دی.
پرون دوشنبه امریکايي چارواکو ویلي وو، د امریکا او بریتانیا پوځي ځواکونو د یمن حوثیانو پر ضد یو بل ګډ عملیات کړي دي.
دغو چارواکو ویلي وو، د دې نویو ګډو عملیاتو موخه د حوثيانو د توغندیو او رادار اډو وېشتل دي.
امریکا او بریتانیا وايي، د ګډو بریدونو ترسره کولو سره غواړي د حوثیانو مخه ونیسي چې په سور سمندر او د عدن په خلیج کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه کوي.
حوثيان چې د ایران له خوا یې ملاتړ کېږي، وايي، په غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون ښوولو لپاره یوازې اسرائیلي کښتۍ یا هغه بېړۍ چې له دغه هېواد سره سوداګري کوي په نښه کوي.
پر حوثیانو د تېرې ورځې برید د امریکايي ځواکونو اتم برید دی، خو دا دویم ځل دی چې دغه هېواد د بریتانیا سره په ګډه دا شان بریدونه کوي.
په سره سمندر کې د حوثي جنګیالیو له خوا پر سوداګریزو کیښتیو بریدونه په تېره نومبر میاشت کې پیل شول، دغې ډلې ادعا کړې، دا بریدونه په غزه کې د اسرائیلي پوځ د ځمکنیو پوځي عملیاتو په ځواب کې دي.
له هغه وخت راهیسې دغې ډلې په سور سمندر کې لسګونه بار وړونکې بېړۍ او د تیلو ټانکرونه په نښه کړي او په تېرو دریو میاشتو کښې یې یوه تر ټولو بوخته نړیواله سمندري لار له جدي ګډوډۍ او ګواښ سره مخ کړې ده.





















