یوې جوړې په اوبو کې د مقناطیس له لارې داسې صندوق موندلی، چې نژدې سل زره ډالر پکې ایښي وو

دغه کسان یو خورا پیاوړی مقناطیس اوبو ته اچوي او انتظار کوي، چې یو څه ورپورې ونښلي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دغه کسان یو خورا پیاوړی مقناطیس اوبو ته اچوي او انتظار کوي، چې یو څه ورپورې ونښلي.
    • Author, ایډووک
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

یوه جوړه چې له مقناطیس سره په اوبو کې د بېلا، بېلو توکو لټون کوي وايي، د نیویارک په یوه جهیل کې یې داسې یو صندوق موندلی، چې نژدې سل زره ډالر پکې ایښي وو.

جېمس کاني او باربي اګوستیني د جمعې پر ورځ د کوینز فلوشینګ میاډوس کورونا پارک یوه جهیل ته له مقناطیس سره یو پړی غورځولی او صندوق یې راایستلی دی.

دغه جوړه وايي، کله یې چې کلک تړلی صندوق پرانیست د سل- سل ډالرو نوټونو داسې بنډلونه یې پکې وموندل، چې اوبو خراب کړي دي.

دوی له این وای ۱ سره خبرو کې زیاته کړه، داخلي پولیسو ورته ویلي، چې دا صندوق په کومه جرمي قضیه پورې تړاو نه لري او دوی کولای شي دا پیسې وساتي.

بي بي سي په دې هکله د غبرګون لپاره د نیویارک پولیس څانګې سره اړیکه نیولې.

ښاغلي کاني په دې هکله وویل: ''موږ مخکې هم ګڼ شمېر صندوقونه موندلي دي، خو بیا مې چې شمېر ته کتل، فکر مې کاوه، چې دا ناشونې ده. موږ بهر ته راویست، دا نو د سلګونونو ستر بنډلونه وو، دا پړسېدلي بنډلونه دي، کافي خراب شوي دي.''

اغلې اګوستیني بیا په دې هکله وویل: ''په صندوق کې داسې هېڅ درک او ادرس نه و، چې اصلي څښتن یې وموندل شي، او پولیسو نو وویل، چې، ښه، مبارک مو شه!''

دغسې ځینې کسان چې (مګنیټ فېشینګ) کوي د اوبو جهیلونو او سیندونو پر غاړو ګرځي، یو خورا زورور مقناطیس اوبو ته غورځوي او بیا ګوري چې که یو څه ورسره رابهر شي.

دغه جوړه وايي، دوی د کووېډ-۱۹ قرنطین پر مهال مګنیټ فېشینګ پیل کړ.

دوی وايي، مخکې یې د دویمې نړیوالې جګړې د وختونو لاسي بمونه، د نهمې زېږدیزې پېړۍ ټوپکونه او یو بشپړ موټر سایکل موندلي دي.