د موریتانیا سوځنده ګرمۍ کې د سرو زرو لټون

شیخ مولای - کان کیندونکی
د عکس تشریح، شیخ مولای - کان کیندونکی
    • Author, بسام بونني
    • دنده, د افریقا شمال کې د بي بي سي خبریال
  • د خپرېدو وخت

په موریتانیا کې هره ورځ زرګونه ځوانان د صحرا په سره ګرمۍ کې د سرو زرو لټون کوي، خو ډېر یې تش لاس کورونو ته ستنېږي.

دوه کاله وړاندې ددغه افریقايي هېواد په وچه صحرا کې د سرو زرو د کانونو خبره د هر چا تر غوږ ورسېده.

په دې کانونو کې د څنګ لوریو هېوادونو هغه ځوانان هم کار کوي چې اروپايي هېوادونو ته د راتګ په موخه راوتلي دي.

له دې ځوانانو یو هم احمد ولد الولي دی چې دوه کاله وړاندې یې د سرو زرو په لټون د موریتانیا صحرا ته مخه کړه، خو تر اوسه یې یوازې دوه سوه ګرامه سره زر تر لاسه کړي دي.

ده که څه هم په دې لاره کې خپل ډېر شته بایللي خو وايي تر هغه به خپلو هڅو دوام ورکړي چې له سرو زرو ډک لاس کور ته راستون شي، شتمن شي او د خپلې هیلې سره سم ودانیز کارونه پیل کړي.

د موریتانیا صحرا ته وروسته له هغه ډلې ډلې کارګرو مخه کړه چې په ځايي رسنیو کې د سرو زرو د لویو کانونو د شته والي او په اسانۍ تر لاسه کولو رپوټونه خپاره شول.

دې چارې حکومتي چارواکي اړ کړل چې د ۳۰۰ ډالرو په بدل کې جواز صادر کړي، خو ټول خلک د حکومت دې محدودیت ته پام نه کوي ځکه دوی لوی تاوانونه ګاللي دي.

د سرو زرو لټون په ډېرو سختو شرایطو کې ترسره کېږي
د عکس تشریح، د سرو زرو لټون په ډېرو سختو شرایطو کې ترسره کېږي

د کان کېندونکو خوندیتوب ته پام نشته، چې له امله یې یو شمېر کارګر د ځمکې او ډبرو د ښویېدو له امله مړه شوي هم دي، خو د سرو زرو په لټه راوتلي ځوانان په دا ډول پيښو ناهیلي نه ښکاري او دا چاره لا هم د پراخیدو په حال کې ده.

بهرني کارګر

له څنګ لورو هېوادونو هم کارګر هم دلته راغلي، خو ځینې یې هغه کډوال دي چې اروپا ته یې د تګ مزل لا نیمګړی پاتې دی.

دې چارې ان صحرايي سیمې په مېشتځیو بدلې کړې. ډېر خلک د سرو زرو سیمو ته کوچېدلي، نوي کلي او مېنې جوړې شوې او هوارې دښتې اوس په کنډو او لوړو ژورو بدلې شوي دي.

موریتانیا د افریقا په شمال لوېدیځ کې یو عربي هېواد دی، چې د بې کارۍ کچه پکې لوړه ده او د رسمي معلوماتو له مخې دېرش سلنې ته رسېږي.

حمد ولد الولي
د عکس تشریح، له دې ځوانانو یو هم احمد ولد الولي دی چې دوه کاله وړاندې یې د سرو زرو په لټون د موریتانیا صحرا ته مخه کړه، خو تر اوسه یې یوازې دوه سوه ګرامه سره زر تر لاسه کړي دي.