جې شنکر: اسلام اباد ته مې سفر د هند او پاکستان پر اړیکو د خبرو لپاره نه دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزې ته د غړو او څارونکو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ور رسېدلي دي.
یاده سرمشریزه چې د سې شنبې او چهارشنبې او په ورځو کې به ترسره شي، د نورو ګډونکوونکو ترڅنګ پکې د هند بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر هم ګډون کوي.
دا له اوږده ځنډ وروسته پاکستان ته د هند د یوه لوړپوړي چارواکي سفر بلل شوی دی.
خو ښاغلي شنکر پاکستان ته له روانېدو وړاندې د دې سفر په اړه وضاحت ورکړی.
هغه وایي، د سفر موخه یې یوازې او یوازې په شانګهای ناسته کې ګډون دی.
نوموړی زیاتوي: " زه غواړم دا ووایم چې زما د سفر موخه په دې ناسته کې ګډون دی، زه هلته د هند او پاکستان د اړیکو پر سر د خبرو لپاره نه ورځم. دا چې زه یو مؤدب او مدني کس یم، په همدې ډول غواړم هلته چلند وکړم."
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دغه دواړه ګاونډي هېوادونه چې له اوږه مهاله یې اړیکي کړکیچن دي، ډېر کم یې یوه او بل هېواد ته لوړ پوړي چارواکي سفرونه کوي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزه په دغه هېواد کې د شته ناکراریو او تاتریخوالي تر سیوري لاندې ترسره کېږي.
خو د دې هېواد له خوا ورته پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي او حکومت خبرداری ورکړی چې که "ناراضه" سیاسي ډلې او پلویان یې د امنیت خرابولو هڅه وکړي نو "جدي چلند" به ورسره وکړي.
په اسلام اباد کې له ډير وخت راهیسې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د پلویانو لاریونونه روان دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان په کوربهتوب د شانګهای سازمان غونډه کې د هند بهرنیو چارو وزیر ترڅنګ د چین، روسیې، بلاروس، قرغېزستان، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان لومړي وزیران او د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال هم ګډون کوي.
بل خوا له وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار ویلي، د دې سازمان د څارونکي په توګه په افغانستان کې د طالبانو حکومت غونډې ته نه دی وربلل شوی.
نوموړي ویلي، په ۲۰۲۱ کال پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته په شانګهای همکاریو سازمان (اېسسياو) کې د افغانستان څارونکی (ناظر) حیثیت "تقریباً ځنډول شوی" یا "غیر فعال" شوی دی.
هغه زیاته کړې، پاکستان په یوازې توګه د اېسسياو غونډو ته د افغانستان د وربللو یا نه وربللو پرېکړه نه شي کولی او دا چې دا د دغه سازمان شریکه پرېکړه ده.
افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان څارونکی یا ناظر غړی دی او له ۲۰۱۲ کال څخه د جمهوریت تر سقوطه پورې یې د دغه سازمان په ټولو غونډو کې د څارونکي په توګه ګډون درلود.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د بيبيسي پوښتنې ته ځواب ونه وایه او نه یې خپله کوم غبرګون ښودلی دی.





















