پاکستان کې د شانګهای همکاريو سازمان غونډه ترسره کېږي

د شانګهای همکاريو سازمان

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د شانګهای د همکارۍ سازمان لپاره پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي دي. ټاکل شوې د دغه سازمان د غړو هېوادونو استازي نن (سې شنبې) په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

پاکستاني چارواکو په دغه هېواد کې د وروستیو سیاسي ناکراریو او تاوتریخوالي له کبله د شانګهای د همکاریو سازمان غونډې لپاره له یکشنبې راهیسې تدابیر نیولي او اسلام اباد کې یې ګڼې لارې او کاروباري ځایونه تړلي دي.

د پاکستان حکومت د دغه غونډې لپاره دری ورځې رخصتي اعلان کړې ده.

د پاکستان په کوربه توب د شانګهای سازمان غونډه کې د چین او روسیې لومړي وزیران او د هند د بهرنیو چارو وزیر به د سې شنبې او چهارشنبې په دوه ورځنۍ دغه غونډه کې د لوړپوړو سیمه ییزو حکومتي چارواکو په ډله کې وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد کې د دغه سازمان په ناسته کې د بلاروس، قرغیزستان، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان لومړي وزیران او د ایران د ولسمشر لومړۍ مرستیال هم ګډون کوي.

پاکستاني امنيتي ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د شانګهای همکاريو سازمان غونډې ته نيول شويو کلکو امنيتي تدبيرونو په پاکستان کې د يو شمېر وګړو ژوند هم اغېزمن کړی دی.

د یوه ښوونځي ښوونکې ایرم وايي، "زموږ ورځنۍ چارې ګډوډې شوې، ځکه سړکونه بند دي او تر هغه ځایه چې د ناروغانو خبره ده، ډېری ناروغان په امبولانسونو کې روغتونونو ته لېږدول کېږي دوی له ستونزو سره مخامخ دي، تر هغه ځایه چې د تعلیم خبره ده، دری ورځې اعلان شوې رخصتي له حده زیاته ده، د دومره اوږد واټن رخصتیو سره به زده کوونکي ګډوډ شي."

خو بل پلو پاکستانی سوداګر ناصر بېګ د دغه غونډې کوربه توب لوی فرصت بولي او وايي "د نړۍ ډېری مشران راځي، موږ بايد په ځانګړې توګه د هند د بهرنيو چارو وزير ته ښه راغلاست ووايو، له هغوی سره سوداګري وکړو او ترې وغواړو د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي عادي کړو. "

د طالبانو حکومت استازي په کې ګډون نه لري

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار ویلي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت اسلام اباد کې د شانګهای همکاریو سازمان جوړېدونکې غونډې ته نه دی وربلل شوی.

نوموړي ویلي، په ۲۰۲۱ کال پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته په شانګهای همکاریو سازمان (اېس‌سي‌او) کې د افغانستان څارونکی (ناظر) حیثیت "تقریبآ ځنډول شوی" یا "غیر فعال" شوی دی.

هغه زیاته کړې، پاکستان په یوازې توګه د اېس‌سي‌او غونډو ته د افغانستان د وربللو یا نه وربللو پرېکړه نه شي کولی او دا چې دا د دغه سازمان شریکه پرېکړه ده.

اسحاق ډار دا څرګندونې يکشنبه اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته کړې.

د شانګهای همکاريو سازمان ناستې ته تياريانې

د عکس سرچینه، APP

افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان څارونکی (ناظر) غړی دی او له ۲۰۱۲ کال څخه د جمهوریت تر سقوطه پورې یې د دغه سازمان په ټولو غونډو کې د څارونکي په توګه ګډون درلود.

همدا راز څو پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو پر بنسټ ویلي وو چې پاکستان په دې غونډه کې د طالبانو حکومت د ګډون مخنیوی نه دی کړی بلکې د شانګهای سازمان سرمنشي دوی ته بلنه نه ده لېږلې.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د بي‌بي‌سي پوښتنې ته ځواب ونه وایه او نه یې خپله کوم غبرګون ښودلی دی.

طالبان چې په واکمنۍ یې څه باندې دری کاله اوړي لا کوم هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي او له همدې کبله یې په ډېرو نړیوالو او سیمه ییزو ناستو کې ګډون له پامه غورځول کېږي.

د طالبانو حکومت په تېر کې داسې غونډې چې د دوی استازی پکې نه وي بې ګټې بللې او په ټکو یې نړیواله ټولنه د تقابل پر ځای د تعامل له لارې د ستونزو په هوارۍ کې مرسته کولی شي.

د شانګهای همکاریو سازمان په سیمه کې د ګډو همکاریو د رامنځته کېدو او ستونزو مخنیوي په موخه په ۲۰۰۱ کال کې د چین روسیې او منځنۍ اسیا ځينو هېوادونو لخوا رامنځته شو، چې کال په کال یې د غړو او څارونکو شمېر ډېر شو.