اوکرایین د روسیې د تېلو پر یوه زېرمتون د ډرون برید کړی

د عکس سرچینه، RUSSIAN EMERGENCIES MINISTRY
اوکرایین د روسیې په سویل کې د تېلو پر یوه زېرمتون د ډرون برید کړی دی.
چارواکي وايي تر دغه برید وروسته سیمه کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
روسۍ رسنۍ وايي لومړی د تېلو څلورو ټانکرونو اور اخیستی او ورپسې شاوخوا زر متر مربع سیمې ته خپور شوی دی.
دا پېښه په بریانڅک سیمه کې شوې او ځايي چارواکو وايي ځاني تلفات نه لري.
د بریانڅک والي ویلي چې اوکرایینی ډرون کلینڅي ښار ته نږدې ویشتل شوی خو چاودېدونکي توکي یې د تېلو د زېرمې د پاسه راپرېوتي دي.
دا په تېرو دوو ورځو کې اوکرایین لخوا د روسیې د تېلو پر اړوندو تاسیساتو دویم برید دی.
د پنجشنبې کمساري برید کې د روسیې په دویم ستر ښار 'سنت پیترسبورګ' کې د تېلو بارولو یو مهم ترمینال په نښه شوی و.
که څه هم روسیه کې په خپرو شویو رپوټونو کې راغلي چې دغلته ډرون د څه زیان له اړولو پرته په نښه او ویشتل شوی، خو کیېف کې بیا نښې نښانې دا دي چې د اوکرایین له پولې په دومره لېرې واټن کې برید په ستراتېژۍ کې نوی پړاو ښيي.
د اوکرایین د ستراتېژیکو صنایعو وزیر اولېکساندر کامیشین پنجشنبه وویل "هو، تېره شپه مو هدف په نښه کړ. دا شی [ډرون] تېره شپه له ۱۲۵۰ کیلومترو واوښت."





















