سلوانیا کې لومړی ځل یوه ښځه ولسمشره ټاکل شوې

سلوانیا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، نتاشا پیرک موسار ژورنالیسته او وکیله ده
د خپرېدو وخت

سلوانیا په لومړي ځل یوه ښځه د ولسمشرې په توګه ټاکلې ده. د 'نتاشا پیرک موسار' په اړه ویل کېږي چې ژورنالیسته او وکیله ده او د امریکا له مخکینۍ لومړۍ مېرمن مېلانیا ټرمپ سره یې هم د وکیلې په توګه کار کړی.

هغه ولسمشرۍ ته خپلواکه نومانده وه خو د سلوانیا منځلاري کیڼ اړخي حکومت یې ملاتړ کاوه.‌

دغو ټاکنو کې د سلوانیا بهرنیو چارو پخواني وزیر 'انزې لوګار' چې پوخ او مجرب محافظه کار سیاستوال دی، له اغلې میرک موسار سره سیالي کوله.

د سلوانیا ټاکنو کمېسیون ویلي چې اغلې پیرک موسار نږدې ۵۴ او ښاغلي لوګار څه باندې ۴۶ سنله رایې خپلې کړې دي.

دغه کمېسیون زیاته کړې چې د ولسمشرۍ دغو ټاکنو کې تر ۵۰ سلنه لږ څه کمو خلکو رایې کارولې دي.

اغلې نتاشا د ټاکنو تر ګټلو وروسته ویلي "سلوانیا داسې ولسمشره ټاکلې چې پر اروپايي ټولنې او هغو دیموکراتیکو ارزښتونو بارومنه ده چې د دې ټولنې بنسټ پرې اېښودل شوی."

هغې دې ته هم اشاره کړې چې نړۍ "د اقلیم بدلون له کبله له ستونزو سره مخامخ ده."

که څه هم سلوانیا کې د ولسمشر رول تر ډېره تشریفاتي دی خو اغلې پیرک موسار به بیا هم د وسله وال ځواک اعلی سرقوماندانه وي او د مرکزي بانک رییس په ګډون بېلابېل جګپوړي چارواکي نومولی شي.

نتاشا پیرک موسار د ډونلډ ټرمپ ولسمشرۍ پر مهال د هغه له ښځې مېلانیا ټرمپ سره چې سلوانیا کې زېږېدلې، د ګټو خوندیتوب لپاره د وکیلې په توګه کار وه.‌

هغې او موکلې یې په ۲۰۱۶ کال سلوانیا کې 'سوزي' مجلې خلاف په محکمې کې یوه قضیه هم پرانیستې وه  ځکه چې  په

مجلې کې ظاهرا داسې ادعا شوې وه چې اغلې ټرمپ د نړیوال موډلېنګ دندې برسېره د لوړې کچې اېسکورټ نجلۍ [کرايي ملګرې نجلۍ] په توګه هم کار کاوه.

د دوی ترمنځ بیا له قضا بهر جوړجاړی وشو.