"سعودي روان کال کې ۱۳۸ کسان اعدام کړي"

اعدام
د خپرېدو وخت

د فرانس پرېس خبري اژانس د شمېرو له مخې، سعودي عربستان په روان کال کې ۱۳۸ کسان اعدام کړي چې دا د تېر کال د اعدامونو پرتله دوه برابره لوړه شمېره ده.

سعودي عربستان په تېره مارچ میاشت کې ۸۱ کسان د ترهګرۍ په تور په یوه ورځ اعدام کړل چې د نړیوالو غبرګونونه یې هم راوپارلول.‌

د شمېرو له مخې، سعودي تېر کال ۶۹ کسان اعدام کړي وو او وړم کال (۲۰۲۰) کې یې۲۷ او په ۲۰۱۹ کې یې ۱۸۷ تنه اعدم کړي وو.

د سعودي خبري اژانس ویلي، چارواکو وړمه ورځ یو سعودی او بل اردنی وګړی د امفیتامین نشه‌يي ګولیو د قاچاق په تور اعدام کړل.‌

دا ګولۍ سعودي کې بندې دي.

وايي دغو کسانو دا نشه‌يي ګولۍ په ګېډو کې ځای پرځای کړې وې.

تر اوسه د سعودي د رسمي اعدامونو رسمي شمېرې لا نه دي خپرې شوې، خو دا هېواد تر ډېره اعدامونه د تورنو کسانو د سر په پرې کولو ترسره کوي.

د خلیج ځینې هېوادونه په یوڅه توپیر اعدامونه کوي او د حقوقي بنسټونو له نیوکو سره مخامخ دي.

سعودي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سعودي په محکمو داسې هم پېښېږي چې کم عمرو کسانو ته پکې د اعدام سزا اورول کېږي.

سعودي د ایران او چین تر څنګ له هغو هېوادونو دی چې د اعدام سزا په کې ډېره ده. په دریو واړو هېوادونو دا تور هم دی چې حکومته یې د اعدام سزا د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره کاروي.  

د بشري حقونو فعالانو هم د سعودي د محکمو د عدالت او انصاف په اړه اندېښنې ښودلې.  

سعودي په محکمو داسې هم پېښېږي چې کم عمرو کسانو ته پکې د اعدام سزا اورول کېږي.

د ترهګرۍ، وسله والې غلا، د نشه ‌يي توکو قاچاق، همجنس پالنه، وژنو اود تاوتریخوالي ډک تېري تورونه تر ډېره په سعودي کې د اعدام سزا لرلی شي او د دغه هېواد د چارواکو په وینا موخه يې د سترو جرمونو مخنیوی دی. 

تېر کال یوه ۱۷ کلن ځوان مصطفی هاشم الدرویش اعدام کړل شو. هغه په ۲۰۱۵ کال کې د لاریونونو او اعتراض پر مهال نیولی شوی و. د دغه کم عمره ځوان اعدام د بشري حقونو د نړیوالو ادارو سخت غبرګونونه راپارولي وو.

د بڼې او د محکمو د بهیر په اړه به خبرې وي خو په لومړي ځل سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې پر یوه ورځ د دومره لوی شمېر کسانو د اعدام خبر ورکوي.