تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"سعودي روان کال کې ۱۳۸ کسان اعدام کړي"
د فرانس پرېس خبري اژانس د شمېرو له مخې، سعودي عربستان په روان کال کې ۱۳۸ کسان اعدام کړي چې دا د تېر کال د اعدامونو پرتله دوه برابره لوړه شمېره ده.
سعودي عربستان په تېره مارچ میاشت کې ۸۱ کسان د ترهګرۍ په تور په یوه ورځ اعدام کړل چې د نړیوالو غبرګونونه یې هم راوپارلول.
د شمېرو له مخې، سعودي تېر کال ۶۹ کسان اعدام کړي وو او وړم کال (۲۰۲۰) کې یې۲۷ او په ۲۰۱۹ کې یې ۱۸۷ تنه اعدم کړي وو.
د سعودي خبري اژانس ویلي، چارواکو وړمه ورځ یو سعودی او بل اردنی وګړی د امفیتامین نشهيي ګولیو د قاچاق په تور اعدام کړل.
دا ګولۍ سعودي کې بندې دي.
وايي دغو کسانو دا نشهيي ګولۍ په ګېډو کې ځای پرځای کړې وې.
تر اوسه د سعودي د رسمي اعدامونو رسمي شمېرې لا نه دي خپرې شوې، خو دا هېواد تر ډېره اعدامونه د تورنو کسانو د سر په پرې کولو ترسره کوي.
د خلیج ځینې هېوادونه په یوڅه توپیر اعدامونه کوي او د حقوقي بنسټونو له نیوکو سره مخامخ دي.
سعودي د ایران او چین تر څنګ له هغو هېوادونو دی چې د اعدام سزا په کې ډېره ده. په دریو واړو هېوادونو دا تور هم دی چې حکومته یې د اعدام سزا د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره کاروي.
د بشري حقونو فعالانو هم د سعودي د محکمو د عدالت او انصاف په اړه اندېښنې ښودلې.
سعودي په محکمو داسې هم پېښېږي چې کم عمرو کسانو ته پکې د اعدام سزا اورول کېږي.
د ترهګرۍ، وسله والې غلا، د نشه يي توکو قاچاق، همجنس پالنه، وژنو اود تاوتریخوالي ډک تېري تورونه تر ډېره په سعودي کې د اعدام سزا لرلی شي او د دغه هېواد د چارواکو په وینا موخه يې د سترو جرمونو مخنیوی دی.
تېر کال یوه ۱۷ کلن ځوان مصطفی هاشم الدرویش اعدام کړل شو. هغه په ۲۰۱۵ کال کې د لاریونونو او اعتراض پر مهال نیولی شوی و. د دغه کم عمره ځوان اعدام د بشري حقونو د نړیوالو ادارو سخت غبرګونونه راپارولي وو.
د بڼې او د محکمو د بهیر په اړه به خبرې وي خو په لومړي ځل سعودي عربستان په وروستیو کلونو کې پر یوه ورځ د دومره لوی شمېر کسانو د اعدام خبر ورکوي.