بریتانیا کې د مطلقې بې‌وزلۍ کچه د تېرو ۳۰ کلونو پرتله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې

GETTY IMAGES

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د خپرېدو وخت

نوې احصایې ښیي، چې د انرژۍ (سونتوکو) د بیو ناورین له کبله په بریتانیا کې د مطلقې بې‌وزلۍ کچه د تېرو ۳۰ کلونو پرتله تر ټولو لوړې کچې ته لوړه شوې.

په اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته د بیو لوړوالی په دې معنی دی چې په سلګونو زره نور کسان هم له مطلقې بې وزلۍ سره مخامخ شوي دي.

دا شمېره په ۲۰۲۲-۲۰۲۳ کې ۱۲ میلیونو خلکو ته لوړه شوې، چې د تېرې احصایې پرتله ۶۰۰ زره خلک یا ۰،۷۸٪ ډېر شوي دي.

که د حکومت ملاتړ نه وي ډېرې کورنۍ به په مطلق فقر کې ایسارې شي.

د کار او تقاعد وزیر میل سټرایډ چې ادارو یې شمېرې راټولې کړې اروپا کې د ژوند د لګښتونو حکومتي بستې یا پکیج ته په اشارې وویل، چې په اوسط ډول په ملي کچه، هره بریتانوي کورنۍ ۳،۶۰۰ پونډه د ژوند لګښتونه ترلاسه کوي.

حکومت وايي، چې له دې مرستو پرته به د بې‌وزلۍ کچه درې برابره لوړه شوې وای.

ښاغلي سټرایډ وویل: "د حکومت بې ساري ملاتړ په ۲۰۲۲-۲۰۲۳کې د ۱.۳ میلیونو خلکو د بې وزلۍ مخه ونیوله."

بې وزلي څنګه اندازه کېږي؟

د بریتانیا حکومت د ټېټ یا ناکافي عاید کچې اندازه کولو لپاره دوه اصلي معیارونه کاروي:

  • مطلقه بې وزلي چې ښيي څومره خلک نشي کولی په یوه کال کې د ښه ژوند ټاکلي معیار ته ورسېږي.

د کار او تقاعد ریاست اوس مهال د مطلقې بې وزلي د ژوند تعریف د هغو معیارونو یا توکو او خدماتو ته د لاسرسي د یوې ټاکلې کچې سره په پرتلې معلوموي. د بیو د لوړوالي په نظر کې نیولو سره که چیرې د ۲۰۱۱ کال مارچ میاشتې منځني عاید څخه ۴۰ سلنه عاید کم مطلق بې وزل ګڼل کېږي.

  • نسبي بې وزله هغو کسانو لپاره کارول کېږي، چې عاید یې د اوسني اوسط عاید څخه ۴۰ سلنه کم وي.

په دواړو تعریفونو کې د محاسبې دوه میتودونه کارول کېدای شي.

په یوه ډول کې د کس ټول عاید محاسبه کېږي او په بل کې د استوګنځي لګښت چې هغه کرایه یا د بانک پور دی دا ورنه باسي بیا یې حساب معلوموي.

د حکومت اصلي اپوزیسیون د کارګر ګوند وايي، چې دا شمېرې وېروونکې دي.

دوی وايي، محافظه کار دولت اقتصاد خراب کړی او د ژوند د لګښتونو یو ناورین یې رامنځ ته کړی دی. کورنۍ او یو میلیون ماشومان یې بې‌وزلۍ لوري ته بېولي دي.

د یاد ګوند د خزانې وزارت ویاندې سارا اولني وویل: "دا شمېرې د بې‌وزلۍ د یوه خطرناک زیاتوالي نښه ده. د دې احصایو تر شا د هغو ماشومانو کیسې دي چې وږي دي او هغه کورنۍ چې د تېلو د بیې له امله خپل کورونه نه شي تودولی."