د ډيلي لرغوني جامع جومات "شاهي او میراثي" امام بدلولو لپاره محکمې ته عریضه شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډيلي جامع جومات چې اوس د سیمې د تاریخ او کلتور یو مهم شناخت ګرځېدلی، د مغلیانو دورې پاچا شاه جهان د خپلې واکمنۍ په وروستیو کلونو ۱۸۵۰-۱۸۵۶ پورې جوړ کړ.
دې مغل پاچا د دې جومات د امامت لپاره د بخارا دیني عالم سید عبدالغفور شاه بخاري د شاهي امام په توګه وټاکه.
د دې جومات اوسنی امام سید احمد بخاري هم له همدې کورنۍ دی او دلته تر اوسه ټول امامان له یوه نسله بل ته یو په بل پسې له همدې کورنۍ ټاکل کېږي.
خو په لومړي ځل د همدې سیمې یوه اوسیدونکي د هغه امامت په محکمه کې ننګولی دی.
د سیمې دا اوسیدونکی سهېل خان نومېږي او هغه د ډیلي عالي محکمې ته په عریضه کې لیکلي ”د امام ټاکلو په اصولو کې د میراثي امام ټاکلو هېڅ ځای نه شته."
له بي بي سي سره په خبرو کې سهېل خان وویل ”امام صاحب وایي چې شاه جهان زمونږ پلرونه او نیکونه د امامت لپاره راغوښتي وو، اوس نو شاه جهان پاچا نه شته، د هغه لسمیان، کړوسیان او ټوله کورنۍ ختمه ده خو عجیبه دا چې د شاه جهان پاچا لخوا ټاکل شوی ملا اوس هم د هغه ځای ملازم دی، دی اوس د شاه جهان پاچا نه هم غټ سړی شوی دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
ما ورته ویلي؛ "سلطنت ولاړ، انګریزان له سیمې لاړل خو ستا ملاتوب لا نه دی ختم، دې ته په کتو زما غوښتنه دا ده، یو بورډ دې وټاکل شي هغوی چې هر څوک د امامت لپاره مناسب وباله هماغه دې امام شي."
سهېل خان نومي دا سړی چې دا قضیه یې راپورته کړې، د زاړه ډیلي اوسېدونکی او د بي جې پي ګوند یو مخکښ غړی دی.
نوموړي تور لګولی”د جومات اوسنی امام د جومات اړوند ټول شیان او چاپېریال د شخصي ملکیت په توګه کاروي او د ده په مشری دا تاریخي جامع جومات د ویجاړۍ له ګواښ سره مخ دی."
له بي بي سي سره په خبرو کې هغه وویل ”ما په خپله عریضه کې لیکلي چې اوسنی امام پر خپل ځای سم خو له دې وروسته باید دا نظام ختم شي چې هرومرو به د ده زوی امام ټاکل کېږي."
ولې د هغه زوی نه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ډیلي دا اوسیدونکی ادعا کوي چې له اوږدې مودې راهیسې یې د ډیلي جومات اړوند ټول موضوعات څارلي او په وینا یې امام باید داسې څوک وي چې یا قاري، یا حافظ یا داسې عالم وي چې د امامت لپاره کافي علم ولري او د دې مقام وړ وي.
د ډیلي جامع جومات له نړیوال شهرت څخه برخمنه لرغوني ودانۍ ده، له همدې کبله د سیمې د اوسیدونکي دا دعوه د پام وړ موضوع ګرځېدلې.
له دې عریضې وروسته د ډیلي محکمې له ټاکل شوي بورډ غوښتنه کړې چې د امامانو په ځانګړي ډول د ډیلي جامع جومات امام مقرري او څرنګوالی وارزوي.
د دې بورډ یوې غړې وجیه شفیق له بي بي سي سره په خبرو کې وویل ”د ټاکل شوي بورډ دریځ دا دی چې د امامانو ټاکنه دې میراثي نه وي خو د جامع جومات په اړه باید ځينو اړخونو او موضوعاتو ته پام وشي."
وجیه شفیق وایي، محکمه که هره پرېکړه وکړي خو حقیقت دا دی چې دا موضوع اوس په ټولنه کې منل شوی روایت او په ټوله کې عادي سلسله ګرځېدلې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نوموړې په وینا "په اوسني تاریخ کې ما کله نه دي لیدلي چې له کوم عمده او غټ دلیل پرته دې منل شوی روایت او بهیر بدل شوی وي. خو که د جومات پر ملکیت کومه پوښتنه وي باید ووایم چې د دې جایداد ملکیت له ټاکل شوي بورډ سره دی او دوی یې کنټرولوي."
له دې نوې نندرۍ سره د جامع جومات شاوخوا ډېری اوسېدونکي په همدې میراثي ډول د امامانو د ټاکنې له بهیره ملاتړ کوي او د دوی په وینا د اوسني امام سید احمد بخاري کورنۍ له پېړیو راهیسې د جومات خدمت کوي.
اغلې شفیق زیاتوي، "اوسنی امام یوازې د جامع جومات امام نه بلکې د زاړه ډیلي کلتوري، مذهبي او ټولنیزه پېژندګلو هم ګرځیدلی دی."
د ډیلي جامع جومات له تېرو څو لسیزو راهیسې د هندوستان په سیاست کې هم مهم رول لري او اوسنی امام یې د امامت تر څنګ سیاست هم لوبوي، هغه په هند کې د مسلمانانو اړوند د سیاست مهمه برخه جوړوي او سیاسي ګوندونه، په ځانګړي ډول د هند کانګرېس هڅه کوي چې د ده له خولې د دوی د ملاتړ بیانونه واوري.
بي بي سي چې کله د ده پر وړاندې په عالي محکمه کې د ثبت شوې دعوې په اړه وپوښتل نو ده له ډېر وضاحت ډډه وکړه خو ویې ویل، ”د دې کار شا ته د ځينو خلکو ګټې دي."
په ډيلي کې د دې قضیې څېړلو لپاره ټاکل شوي بورډ خپلې څېړنې محکمې ته وړاندې کړې دي او د دې قضیې اړوند راتلونکې محاکمه د فبرورۍ پر اتمه نېټه ده.





















