د هغو لسګونو زرو افغانانو الوتنې ځنډېدلې چې د امریکا ځانګړو ویزو غوښتنه یې منل شوې

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هغه افغانان چې دریمو هیوادونو کې له اوږدې مودې راهیسې مېشت دي د الوتنو ځنډېدو له امله خواشیني دي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د بهرنیو مرستو له ځنډېدو سره دغه هېواد ته له ۴۰ زره د ډېرو افغانانو چې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو (اېس‌ای‌وي) غوښتنې یې هم منل شوې، الوتنې درېدلې دي.‌

رویټرز خبري اژانس امریکا ته د افغانانو د لېږد او بیا مېشتېدنې پروسې برخه کې د یوه فعال 'شون ون‌ډایور' او یوه امریکايي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکلي، دغه افغانان د طالبانو د غچ اخیستنې له خطر سره مخ دي.‌

ونډایور د افغان-اېوک په نوم د پخوانیو امریکايي سرتېرو او نورو فعالانو د یوه مهم اېتلاف مشر دی چې د امریکا له حکومت سره د هغو افغانانو د تخلیې په پروسه کې همکاري کوي چې تېرې دوه لسیزې یې په افغانستان کې د متحدو ایالتونو له اړوندو ادارو سره کار کړی.

هغه ویلي،‌ له دغو افغانانو ډېر په افغانستان او پاتې نور په پاکستان، قطر او البانیا کې ایسار پاتې شوي‌.‌

ډونلډ ټرمپ تېره دوشنبه د امریکا د ولسمشر په توګه له لوړې وروسته د یوه اجرائيوي امر په لاسلیکولو سره ټولې بهرنۍ پرمختیايي مرستې د دې لپاره تر ۹۰ ورځو وځنډولې چې اغېزمنیتا او د ده له (تر ټولو لومړۍ امریکا) بهرنۍ تګلارې سره یې سمون و ارزول شي.

هغه پر همدې ورځ یوه جلا فرمان کې امریکا ته د کډوالو د ورتګ ټول پروګرامونه هم وځنډول.

تېره ورځ رپوټ ورکړل شو چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په بهر کې خپلو سفارتونو او امریکایي چارواکو ته په یوه استولي یاداښت کې د ټولو بهرنیو مرستو د درول کېدو امر کړی دی.

کارپوهان او د بشري حقونو ملاتړې ډلې وايي، د امریکا لخوا د بهرنیو مرستو ځنډېدو د دغه هېواد او ګڼو نړیوالو مرستندویه سازمانونو چې د امریکا په مالي مرستو چلېږي، چارې ټکنۍ کړې او د خوراکي‌توکو، روغتیا، واکسیناسیون او نورو پروګرامونو مخه یې نیولې ده.

له دغه امر سره همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د هغو ډلو لپاره بودیجه هم ځنډول شوې، چې د کډوالۍ ځانګړو ویزو له لارې امریکا ته له تلونکو افغانو سره په دغه هېواد کې د کورونو، ښوونځیو او دندو په موندلو کې مرسته کوي.

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې نږدې ۲۰۰ زره افغانان د کډوالۍ ځانګړو ویزو له لارې امریکا ته تللي

ښاغلي ونډایور ویلي، دی فکر نه کوي چې د افغانانو د الوتنو ځنډول به قصدي وی. هغه دا یوه "تېروتنه" بللې ده. نوموړي ویلي، هیله‌من دی چې د ټرمپ اداره به د کډوالۍ ځانګړو ویزو له لارې منل شوي افغانان له دغه امره مستثنا کړي، ځکه د ده په وینا هغوی شل کاله په افغانستان کې له امریکا سره همکاري کړې. ‌

ونډایور وايي "دوی له موږ سره اوږه په اوږه جنګېدلي. له موږ سره یې یو ځای وینه توی کړې ده."

هغه زیاته کړې، چې لسګونه زره نور افغانان هم دې ته منتظر دي، چې د ځانګړي مهاجرت غوښتنه یې وارزول شي.

د امریکا متحدو ایالتونو ګڼ شمېر افغانان چې د مهاجرت ځانګړو ویزو غوښتنې یې منل شوې، د ویزو ترلاسه کولو لپاره له افغانستان او پاکستانه په قطر او البانیا کې د ویزو د پروسس مرکزونو ته لېږدولي دي.‌

رویټرز اژانس وایي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت یې تر دې دمه په دې تړاو د غبرګون غوښتنه نه ده ځواب کړې.

ارشیف

د عکس سرچینه، Getty Images

د یوناما د رپوټونو له مخې طالبانو د پخواني افغان حکومت ګڼ شمېر سرتېري او نور چارواکي نیولي، ربړولي او وژلي دي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له ستنېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړې او دا ردوي چې له ځینو شخصي پېښو پرته دې د تېر نظام پوځي یا ملکي کارکوونکي نیول شوي یا وژل شوي وي.

د یادونې ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې نږدې ۲۰۰ زره افغانان د کډوالۍ ځانګړو ویزو له لارې امریکا ته لېږدول شوي.